سرتاج عزیز د جاپان ،آسټریا او سوئیټزر لېنډ خارجه وزيرانو سره وليدل

شريكو اړيكو په لا مستحكم كولو٬ په سيمه ايزو او نړيوالو چارو تفاهم ته په دوه وركولو اتفاق

سرتاج عزیز د جاپان ،آسټریا او سوئیټزر لېنډ خارجه وزيرانو سره وليدل
شريكو اړيكو په لا مستحكم كولو٬ په سيمه ايزو او نړيوالو چارو تفاهم ته په دوه وركولو اتفاق

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21ستمبر 2016ء) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز د جاپان ،آسټریا او سوئیټزر لېنډ خارجه وزيرانو سره ليدلي او ورسره ئې د شريكو اړيكو په لا مستحكم كولو٬ په سيمه ايزو او نړيوالو چارو تفاهم ته په دوه وركولو اتفاق كړے۔ دا اتفاق د شورو په ورځ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د وزيراعظم د خارجه چارو سلاكار او د جاپان خارجه وزير فومیو کشیدہ، د آسټریا د خارجه وزير سبسټائن کورز او د سوئېټزرلېنډ خارجه وزیر ډائیډر برهالټر ترمېنځه د جلا جلا ملاقاتونو په مهال شوې۔

د خارجه دفتر وياند له مخې د درې واړو هېوادونو خارجه وزيرانو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانۍ تسليمولو سره په قبائيلي او د هېوادو په نورو برخو كښې د كامياب عملياتو ستائنه وكړه ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې خارجه سلاكار ووئيل د دې عملياتو په نتيجه كښې په هېواد كښې امنيتي وضعه ښه شوې چې ورسره د هېواد معيشت ښه شرح سره د پرمختګ په لور روان شوے۔

ده د جاپان اسټريا او سوئېټزر لېنډ لخوا په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ستائنه وكړه۔ خارجه سلاكار درې واړو مشرانو ته د پاك هند اړيكو او په مقبوضه سيمه كښې د صورتحال پحقله بريفنګ وركړو۔ سرتاج عزیز په مقبوضه وادۍ كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كولو سره ووئيل په سوئيلي آسياء كښې امن او استحكام لپاره د كشمير شخړه د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې هوارولو ته اړتيا ده۔

د جاپان خارجه وزير فومیو کشیدہ ووئيل جاپان پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او پاكستان كښې د توان په څانګه كښې په سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل د دوارړو هېوادونو د نجي سېكټر ډاډګيرنه پكار ده۔ ده سرتاج عزیز ته د جاپان دورې بلنه هم وركړه۔ د آسټریا خارجه وزير سبسټائن د امنيتي وضغې ښه كېدو له امله پاكستان كښې د اسټريا د سرمايه كارۍ هركلي كولو سره ووئيل چې د دواړه هېوادونه د متبادل توان په څانګه كښې پياوړې صلاحيت لري۔

سوئس خارجه ډائیډر ووئيل سوئس ډوېلپمنت كوآپرېشن پاكستان كښې د كار كولو 50 كلونه بشپړوي ۔ ده د خپل هېواد لخوا پاكستان كښې په واټر مېنجمنټ سېكټر كښې د مرستې وړاندېز وكړو۔ سوئس خارجه وزیر د تېرو 30 نه كلونو كښې د افعان كډوالو په كوربتوب د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ د ملاقاتونو په مهال نيوكليئر سپلائرز ګروپ لپاره د پاكستان د درخواست او د كشمير او افغانستان وضعې پشمول په ګڼ شمېرو چارو خبرې وشوې۔ ﴿م ع/ ګ ل 2105﴾