نړيواله ورورولي دې هند د مقبوضه وادۍ نه وتلو له مجبور كړي ٬

د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې كشميريانو ته په آزادۍ او امن سره د ژوند كولو حق ترلاسه دے۔ وزیر اعظم محمد نواز شریف په نړيواله كچه د كشميريانو مقدمه په ښه ډول وړاندې كوي٬ هند ته په سي پېك منصوبه تكليف رسېدلې۔ د راجه فاروق حېدر د اقبال مزار د حاضرۍ نه پس ميډيا سره خبرې

لاهور (پاکستان نیوز پوائنٹ 21ستمبر 2016ء) د آزاد کشمیر وزیر اعظم راجه محمد فاروق حېدر خان وئيلي دي چې كشميريان هند سره جنګ نه غواړي ولې چې جنګ تباهي خپروي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د اقبال په مزار د حاضرۍ نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د اطلاعاتو او سېلګرۍ وزير مشتاق منهاس او د تعلیم وزير رانا مشهود هم موجود ٶ۔ راجه فاروق حېدر خان ووئيل چې نړيواله ورورولي دې هند د مقبوضه وادۍ نه وتلو له مجبور كړي ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې كشميريانو ته په آزادۍ او امن سره د ژوند كولو حق ترلاسه دے۔

وزیر اعظم محمد نواز شریف په نړيواله كچه د كشميريانو مقدمه په ښه ډول وړاندې كوي٬ هند ته په سي پېك منصوبه تكليف رسېدلې ولې چې دا منصوبه پاكستان له د ګېم چينجر حېثيت لري٬ هند يوازې پاكستان په نړيواله كچه يوازې كول غواړي ۔ ده ووئيل كشمير كمېټۍ لا فعاله كولو ته اړتيا ده۔ د دې څخه وړاندې د آزاد کشمیر وزیر اعظم د علامه اقبال په مزار حاضري وكړه او د ګلونو څادر خپرولو سره ئې فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع فاروق حېدر د مېلمنو په كتاب كښې تاثرات هم وليكل۔