د تجارت وفاقي وزير انجيئر خرم دستګيرخان سره د جمهوريه كوريا سفير ملاقات وكړو

د تجارت وفاقي وزير انجيئر خرم دستګيرخان سره د جمهوريه كوريا سفير ملاقات وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21ستمبر 2016ء) د تجارت وفاقي وزير انجيئر خرم دستګيرخان سره په پاكستان كښې د جمهوريه كوريا سفير ډاكټر ډونګ ګوسو د شورو په ورځ ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې پشمول د شريك تجارت په چارو خبرې وشوې۔ وفاقي وزير د كوريا سفير د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ازاد تجارت لوظنامې په اړه د شوي پرمختګ نه خبر كړو۔

د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت اوسنې حجم 1.1 اربه ډالر دے۔ په دې موقع د دواړو خوا د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارې زياتولو د عزم څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف د وژن له مخې به نورو هېوادونو سره هم د ازاد تجارت لوظنامې كولې شي۔ د كوريا سفير د تجارت او سرمايه كارې ودې لپاره د وفاقي وزير هڅې وستائيلې۔