سناتور فاروق اېچ نائیك خزانې لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن وټاكلې شو

سناتور فاروق اېچ نائیك خزانې لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن وټاكلې شو

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 19اپریل 2018ء) خزانې لپاره سېنېټ د قائمه كمېټۍ لپاره فاروق اېچ نائيك په شريكه توګه چيئرمېن وټاكلې شو۔ د كمېټۍ غونډه د زيات په ورځ په پارلمان كښې وشوه چې په دې موقع غړو په چيئرمېن ټاكلے كېدو فاروق اېچ نائيك له مباركي وركړه۔ فاروق اېچ نائیك ووئيل زه به په غېر جانبدارۍ سره خپله ذمه واري ترسره كوم او د آئين او قانون سرلوړۍ او د جمهوريت برلاسي لپاره به په ګډه كار كوٶ۔ د كمېټۍ غونډه به په 24اپرېل كېږي چې پكښې به په څلورو بېلا بېلو بلونو غور كولې شي۔