د احسن اقبال په امر به (نن) په وړومبي ځل د اسلام آباد ښځينه پوليس دربار كېږي

د احسن اقبال په امر به (نن) په وړومبي ځل د اسلام آباد ښځينه پوليس دربار كېږي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 19اپریل 2018ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن په امر به (نن) د جمعې په ورځ په وړومبي ځل د اسلام آباد ښځينه پوليس دربار كېږي چې پكښې به ښځينه پوليس افسرانې او اهلكارې ګډون كوي۔ په دې موقع به داخله وزير دربار ته وېنا كوي او د لېډيز پوليس ګېلي او تجويزونه به هم اورېدلې شي۔ په دې موقع به په پوليس كښې مېرمنو له د كار ماحول لا محفوظولو لپاره اقداماتو باندې غور كولې شي۔ وفاقي وزير به پوليس كښې د مېرمنو د كردار اهميت او په خدماتو هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ احسن اقبال وئيلي دي ښځينه پوليس زورٶنكو سره به هېڅ رعايت نه كېږي او هغوي به د نوكرو نه اوباسلې شي۔