سمندر پورې پاکستانیانو ته د ووټ حق ٬ د ټاكنو كمېسون د نادرا د مجوزه آئي ووټنګ سلوشن تكنيكي آډټ او د تهرډ پارټۍ جاج لپاره 7 كسيزه انټرنېټ ووټنګ ټاسك فورس جوړولو اعلان وكړو

سمندر پورې پاکستانیانو ته د ووټ حق ٬ د ټاكنو كمېسون د نادرا د مجوزه آئي ووټنګ سلوشن تكنيكي آډټ او د تهرډ پارټۍ جاج لپاره 7 كسيزه انټرنېټ ووټنګ ټاسك فورس جوړولو اعلان وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 19اپریل 2018ء) سمندر پورې پاکستانیانو ته د ووټ حق په ړه د ټاكنو كمېسون د نادرا د مجوزه آئي ووټنګ سلوشن تكنيكي آډټ او د تهرډ پارټۍ جاج لپاره 7 كسيزه انټرنېټ ووټنګ ټاسك فورس جوړولو اعلان كړے دے۔ د ټاكنو كمېسون لخوا د جاري شوي خبر پاڼې له مخې د سترې محكمې د پرېكړې په ړنا د ټاكنو كمسېون د چيف اېګزېكټو افسير آئي ټي بټلر دبئۍ محمد منشاد ستي په مشرۍ كښې دا ټاسك فورس جوړ كړے۔

په كمېټۍ كښې د جنرل لاء ډائرېكټر ، د الېکشن کمیشن پاکستان محمد ارشد، د پنجاب انفارمېشن ټېکنالوجۍ بورډ چیئرمېن ډاکټر عمر سېف ، د خېبرپښتونخوا ټېکنالوجي بورډ شهبازخان، اسسټنټ پروفېسر نسټ ډاکټر سید طحه علي ، د لاهور یونیورسټي آف مینجمنټ سائنسز او د انسټیټیوټ آف بزنس اېډمنسټرېشن کراچۍ نمائندګان به هم په دې ټاسك فورس كښې شامل وي۔