پاکستان د فلسطیانو په حالت د تشويش څرګندونه كوي٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د هغوي د خپلواكۍ د حق ملاتړ له د عزم پخلې كوي

پاکستان د فلسطیانو په حالت د تشويش څرګندونه كوي٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د هغوي د خپلواكۍ د حق ملاتړ له د عزم پخلې كوي

ملګري ملتونه (پاکستان نیوز پوائنٹ 21ستمبر 2016ء) پاکستان د فلسطیانو په حالت د تشويش څرګندونه كوي٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د هغوي د خپلواكۍ د حق د بشپړه ملاتړ لپاره د عزم پخلې كوي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز د فلسطین پحقله د او آئي سي كمېټۍ په كلنه غونډه كښې ګډون وكړو۔په دې موقع ده ووئيل د اسرائيل قبضه او غېر قانوني ودانۍ كول ٬ په سائنسي انداز د بې ګناه فلسطیانو وژل ٬د غزه پرله پسې محاصره او د حراستې انتظامي پاليسيو سره د بنيادي حقونو خلاف ورزۍ روانې دي ۔

سرتاج عزیز د او آئی سی غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوله ۔د غونډې مشري د او آئي سي عموي سېكتر اياد امين كوله چې پكښې د فلسطین، ملائشیا خارجه وزيرانو او د ترکیې، اردن او مصر اسازو ګډون وكړو۔ سرتاج عزیز په دې خبره ټېنګار وكړو چې د نړيوالې ورورولۍ لخوا داسې مذاكراتو ته اړتيا ده چې مركزي نكته ئې يو آزاد٬ د عمل جوګه او په جغرافیائي اعتبار فلسطیني ریاست وي كوم چې د كال 1967 نه وړاندې پولو تر مخه وي او چې پايه تخت ئې بېت المقدس وي۔

غونډه كښې په دې خبره زور رواړلې شو چې ھغوې به اسرائيل د نړيوال قوانين له مخې د تر سره شويو لوظونو پوره كولو پابنده جورولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي او مېنځني ختيز كښې امن او استحكام لپاره به د دوه رياستونو جوړولو په لړ كښې خپلې ذمه واري ترسره كوي۔( ض ض/ ګ ل/01:09)