د کشمیر په كشاله نړيواله ورورولي غلې پاتې شوې۔

د دې مسئلې امناكه هوارے د وخت حاجت دے ٬ په مظلومانو کشمریانو هند د ظلمونو انتها كړې ٬ د مظلومو کشمریانو تحریك ته زيان نشي رسيدلې د وزیراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر خان جنجوعه او د نورو نېشنل ډیفنس پوهنتون كښې سیمینار ته وينا

د کشمیر په كشاله نړيواله ورورولي غلې پاتې شوې۔
د دې مسئلې امناكه هوارے د وخت حاجت دے ٬ په مظلومانو کشمریانو هند د ظلمونو انتها كړې ٬ د مظلومو کشمریانو تحریك ته زيان نشي رسيدلې د وزیراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر خان جنجوعه او د نورو نېشنل ډیفنس پوهنتون كښې سیمینار ته وينا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 20ستمبر 2016ء) د وزیراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار لیفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه وئيلي دي په کشمیر كشاله نړيواله ورورولي غلې پاتې شوې ٬ د دې مسئلې امناكه هوارے د وخت حاجت دے ٬ په مظلومانو کشمریانو هند د ظلمونو انتها كړې ٬ د مظلومو کشمریانو تحریك ته زيان نه شي رسيدلې۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ نېشنل ډېفنس پوهنتون كښې د انسټي ټيوټ آف ستراتېژك سټډيز ريسرچ اېنډ انېلېسز تر سېوري لاندې د كشمير په اړه د سېمينار پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔

په سېمينار كښې د نېشنل ډيفنس پوهنتون صدر لېفټېننټ جنرال نذير احمد بټ د سېمينار مقاصد بيانولو سره ووئيل د كشمير كشاله يوه نړيواله مسئله ده٬ په كشميريانو هندي ځواكونو د ظلم انتها كړې ٬ د كشمير تحريك غلې كېدې نشي۔ ډي جي اسرا مېجر جنرال غلام قمر د ګډون كوٶنكو هركلے وكړو ۔په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق ٬ شېري رحمان٬ اعجاز حېدر ٬ د قانون پخواني وزير اشرف جهانګیر قاضي او پخواني سفير انعام الحق هم سېمينار ته وېنا وكړه۔

د وزیر اعظم د قامي چارو سلاحكار ناصر جنجوعه ووئيل د كشمير پحقله په سيمينار كولو لېفټېننټ جنرال نذیر بټ او ډی جی اسرا مېجر جنرال غلام قمر او د دوي ډله د مباركۍ حقداره ده۔ده ووئيل هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي كوي۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له د منطقې امن او استحكام لپاره په دې معامله مداخلت پكار دے٬ بايد د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره كړې شي ۔ده ووئيل د دوه اتومي قواو ترمېنځه د شخړې سوب د كشمير كشاله ده۔