د سرائيكي سيمې اولس تل وفاداري كړې او په سياست كښې ئې هم د هغو خلقو ملګرتيا كړې كومو چې د سيمې او پاكستان خدمت كړے٬ په اسمبلو كښې د غوره استازو په ټاكلو د سيمې د اولس مننه كوم او مباركي وركوم او هيله لرم چې په راتلونكو ټولټاكنو كښې به هم مسلم ليګ ﴿ن﴾ بريالې شي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

د سرائيكي سيمې اولس تل وفاداري كړې او په سياست كښې ئې هم د هغو خلقو ملګرتيا كړې كومو چې د سيمې او پاكستان خدمت كړے٬ په اسمبلو كښې د غوره استازو په ټاكلو د سيمې د اولس مننه كوم او مباركي وركوم او هيله لرم چې په راتلونكو ټولټاكنو كښې به هم مسلم ليګ ﴿ن﴾ بريالې شي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 14اپریل 2018ء) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د سرائيكي سيمې اولس تل وفاداري كړې او په سياست كښې ئې هم د هغو خلقو ملګرتيا كړې كومو چې د سيمې او پاكستان خدمت كړے٬ په اسمبلو كښې د غوره استازو په ټاكلو د سيمې د اولس مننه كوم او مباركي وركوم او هيله لرم چې په راتلونكو ټولټاكنو كښې به هم مسلم ليګ ﴿ن﴾ بريالې شي٬ كه د پرمختګ خبره وكړې شي نو په ټول هېواد كښې دعويٰ لرو چې څوك هم د مسلم ليګ ﴿ن﴾ مقابله نه شي كولې۔

د پاكستان جوړېدو نه واخله د 65 كلونو كار يو خوا د ميا نواز شريف د اوسني حكومت د پنځه كلن دور كار بل خوا دے۔ د خالي په ورځ د نېشنل هائي وے د جلال پور پيروالا نه تر اچ شريف د سېكشن پرانستې كولو نه پس اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې دا پروژه د اوږدې مودې نه ځنډ سره مخ وه٬ دا پروژه هم مونږ ترسره كړه او هم د مسلم ليګ ﴿ن﴾ او نورو ګوندونو ترمېنځه فرق دے۔

ده ووئيل چې كله په كال 2013م كښې زمونږ حكومت جوړ شو نو محمد نواز شريف پرېكړه وكړه چې ټولې ځنډېدلې پروژې دې ترسره كړې شي٬ كوم بل سياسي ګوند داسې نه كوي ځكه چې كرېډټ هغه ته نه ځي خو ستاسو ګوند پرېكړه وكړه چې ټولې ځنډېدلې پروژې دې ترسره كړې شي۔ ده ووئيل چې په دې پروژه پنځه اربه روپې لګښت راغلې۔ ده ووئيل چې د لواري ټنل پروژه په كال 1974م كښې پېل شوې وه كومه چې نواز شريف ترسره كړه۔

دغسې د 22 كلونو نه ځنډېدونكې د كچي كينال پروژه هم مسلم ليګ ﴿ن﴾ ترسره كړه۔ ده ووئيل چې پرون د نيلم جهلم د پروژې پرانسته وكړې شوه٬ د تېر وخت څلورو حكومتونو دا پروژه ترسره نه كړې شوه كومه چې مونږ ترسره كړه۔ وزيراعظم ووئيل چې هم دا فرق دے كوم چې ټولو ته په نظر راځي او د مسلم ليګ ﴿ن﴾ يواځنې حكومت دے كوم چې نه يوازې پروژې پېل كوي بلكې په وخت ئې ترسره كوي۔

ده ووئيل چې كله زمونږ حكومت جوړ شو نو په هېواد كښې د برېښنا بحران و۔ ده ووئيل چې د پاكستان جوړېدو نه تراوسه 20 زره مېګاواټه برېښنا جوړه كړې شوې وه٬ مونږ په قومي ګرډ كښې 10 زره 400 مېګاواټه برېښنا شامله كړه۔ ده ووئيل چې كله كار وكړے شي نو ستونزې به رامېنځ ته كېږي۔ ده ووئيل چې مشرف٬ زرداري او عمران خان هېڅ ستونزې نه لري ځكه چې دوي كار نه دے كړے۔

حكومتونه ټولو سره دي خو په پنجاب كښې د شهباز شريف كار وګورئ او په نورو صوبو كښې د عمران خان او آصف زرداري كار هم وګورئ۔ فرق به په نظر راشي۔ د سرائيكي صوبې په اړه څو ورځې وړاندې د شوي خبري كنفرنس حواله وركولو سره ده ووئيل چې نن كوم خلق د نويو صوبو جوړولو خبرې كوي٬ هغوي زمونږ ملګري دي٬ دوي ته د داسې خبري كنفرنس كولو ضرورت نه وو ځكه چې دوي پنځه كاله په اسمبلو كښې موجو د وو٬ بايد هلته ئې خبره كړې وې۔

ده ووئيل چې حقيقت دا دے چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ هغه يواځنې سياسي ګوند دے كوم چې د بهاولپور او سوئيلي پنجاب صوبو جوړولو لپاره په صوبائي اسمبلۍ كښې قراردادونه منظور كړي دي۔ ده ووئيل چې د صوبو جوړولو په اړه كوم يو سياسي ګوند پرېكړه نه شي كولې٬ بايد داسې آئيني بدلونونه د ټولو سياسي ګوندونو په اتفاق سره وشي۔ ده ووئيل چې ټول سياسي ګوندونه دې كېني٬ مذاكرات دې وكړي او پرېكړه دې وكړي چې د هېواد بهترې لپاره دې نوې صوبې جوړې كړې شي۔

وزيراعظم ووئيل چې په سندھ٬ بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې هم داسې غوښتنې شته۔ ده ووئيل چې ټولې دې كېني٬ د خبري كنفرنسونو د لارې معامله به حل نه شي۔ ده ووئيل چې نوې صوبې به د سياسي ګوندونو په اتقاق سره جوړولې شي۔ د احمد پور شريقه ضلعې جوړولو په اړه ده ووئيل چې نوې حلقه بندې شوې دي او په دې لړ كښې ځينې پېچلتياوې موجود دي خو د پنجاب وزيراعلٰي سره به خبره كوم٬ هغه به په خپله د ضلعې جوړولو اعلان وكړي۔ ده ووئيل چې زمونږ ګوند چې كوم لوظونه كړي دي٬ هغه ئې پوره كړي دي۔ ده ووئيل چې هيله ده چې تاسو به د مسلم ليګ ﴿ن﴾ كاركردګې كتلو سره د ګوند ملګرتيا وكړئ او د خپلې سيمې نه به مسلم ليګ ﴿ن﴾ كامياب كړئ۔