د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د اټاليا د دفاع وزيرې ملاقات وكړو

د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د اټاليا د دفاع وزيرې ملاقات وكړو

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 19ستمبر 2016ء) د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د اټاليا د دفاع وزيرې سين روبرټا پنوټي سره خپل پلاوي ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د اټاليا د دفاع وزيرې په منطقه او په خاص توګه په افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل چې پاكستان تل اټاليا سره خپلو اړيكو ته اهميت وركړے۔ ده ووئيل چې اټاليا د ناټو غړے دے ٬ كه د ترهګرې په ضد خپلې تجربې پاكستان سره شريكې كړي نو د ترهګرې په ضد جنګ كښې لا كاميابې ترلاسه كېدے شي۔ (م ع /م ع 2151)