د وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته وېنا به زړه راښكونكې وي۔ مشتاق مهر

د وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته وېنا به زړه راښكونكې وي۔ مشتاق مهر

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 19ستمبر 2016ء) پخواني سفير مشتاق مهر وئيلي دي د وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې ته وېنا زړه راښكونكې وي۔ راډيو پاكستان سره َخپلو خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې ته دا څلورمه وېنا وي۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف به د كشمير كشاله د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې په ښه ډول رامخې ته كړي۔

ده ووئېل د مسلم ليګ حكومت داسې خارجه پالېسې جوړه كړې چې مقصد ئې د ګاونډيانو هېوادونو پشمول نورو هېوادونو سره اړېكې قوي كول دي ٬د شخړيز كشمير په اړي سيمه كښې رامخې ته شوې پېښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل د دغې پیښې په شا كوم نړيوال يا سيمه ايز عوامل نشته بلكې دا د بې ګناه كشميريانو د هندي ظلم په ضد غبرګون كېدې شي ٬پخواني سفير ووئېل د وزيراغظم نواز شريف خطاب سره به حالات بدل شي او د نړيوالې ورورولۍ بپم به شخړيز كشمير كشې هندې ظلمونو پلو راوګرځي او نړيواله ورورولي به د دې مسلې هواري له راوړاندې شي۔