وزيراعظم محمد نواز شريف به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې ته خپله وېنا كښې نړيوال مشران مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو نه خبروي۔ډاكټر مليحه لودهي

وزيراعظم محمد نواز شريف به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې ته خپله وېنا كښې نړيوال مشران مقبوضه كشمير كښې د هندي  ظلمونو نه خبروي۔ډاكټر مليحه لودهي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 19ستمبر 2016ء) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې ته خپله وېنا كښې نړيوال مشران مقبوضه كشمير كښې د هند روانو ظلمونو نه خبروي۔ پي ټي وي سره خبرو كښې دې ووئيل د پاكستان مقصد د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې د كشمير كشاله رامخې ته كول او د نړيوالو مشرانو پام دې كشالې پلو ګرځول دي۔

دې ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې ته خپله وېنا كښې نړيوال مشران مقبوضه كشمير كښې د روانو هندي ظلمونو نه خبروي او د هغوي نه به د كشمير پحقله ځينې غوښتنې وړاندې كوي۔مليحه لودهي ووئيل د پاكستان وزيراعظم به د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر پشمول ګڼ شمېر نړيوالو مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي۔دې ووئيل د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپاره هائي كمشنر د وزيراعظم محمد نواز شريف د چيټۍ له مخې مقبوضه كشمير ته د يو پلاوي لېږلو وئيلي دي۔

دې ووئيل د پاكستان مقصد د نړيوالې ورورولۍ ته د كشمير كشاله وړاندې كولو٬ د نړيوالو مشرانو سره سره د نړيوال اولس پام دې كشالې ته ګرځول او په غونډه كښې ګډون كوٶنكي مشران خبرول دي چې د دې مسئلې هواري لپاره د ملګرو ملتونو څه كردار پكار دے او دې لپاره د كومو اقدامات كولو ضرورت دے.