وزیراعظم محمد نواز شریف د كال په مهمه غېر ملكي دوره د خالي په سهار نيوريارك ته روان شو٬

د خپل اقتدار په دريم دور كښې به وزيراعظم 193 كسيزه نړيوال فورم ته څلورم خطاب كوي٬ په خپل خطاب كښې به وزيراعظم په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان د دريځ وضاحت كوي٬ د ده په خطاب كښې به د مقبوضه كشمير په صورتحال هم خاص رڼا اچولې شي

وزیراعظم محمد نواز شریف د كال په مهمه غېر ملكي دوره د خالي په سهار نيوريارك ته روان شو٬
د خپل اقتدار په دريم دور كښې به وزيراعظم 193 كسيزه نړيوال فورم ته څلورم خطاب كوي٬ په خپل خطاب كښې به وزيراعظم په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان د دريځ وضاحت كوي٬ د ده په خطاب كښې به د مقبوضه كشمير په صورتحال هم خاص رڼا اچولې شي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 17ستمبر 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د كال په مهمه غېر ملكي دوره د خالي په سهار نيوريارك ته روان شو چرته به چې هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 71 كسيزه غونډه كښې ګډون كوي۔ د خپل اقتدار په دريم دور كښې به وزيراعظم 193 كسيزه نړيوال فورم ته څلورم خطاب كوي٬ توقع ده چې وزيراعظم به د ستمبر په 21مه نېټه عمومي اسمبلۍ ته خطاب وكړي۔

په خپل خطاب كښې به وزيراعظم په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د پاكستان د دريځ وضاحت كوي٬ د ده په خطاب كښې به د مقبوضه كشمير په صورتحال هم خاص رڼا اچولې شي۔ د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې د نيويارك دورې په مهال به د وزيراعظم شېډول ډېر مصروف وي۔ وزيراعظم به په غونډه كښې د ګډون كولو نه علاوه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او نورو يو شمېر نړيوالو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔

وزيراعظم سره به د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز او نور اعلٰي چارواكي هم وي۔ وزيراعظم به عمومي اسمبلۍ ته په خپل خطاب كښې د كډوالو نړيوال بحران په اړه پاليسي بيان وركوي۔ سږ كال غونډه په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د قبضې او د بشري حقونو د خلاف ورزو او په بې ګناه كشميريان د ظلم كېدو په اړه كېږي او د نړيوال پام مركز دے۔ په خاص توګه د وزيراعظم لخوا په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته د لېږل شويو دوه خطونو نه پس د كشمير مسئله د نړې د پام مركز دے۔

په دې خطونو كښې د مسئلې د حل كولو وئيلي شوي دي۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر زېد راعد الحسېن د هند نه غوښتنه كړې چې په مقبوضه كشمير كښې دې د ملګرو ملتونو فېكټ فائنډنګ مشن ته د پلټنو اجازه وركړې شي۔ هيله ده وزيراعظم به د دې مسئلې حل لپاره د نړۍ او ملګرو ملتونو څخه د مرستې غوښتنه وكړي۔ وزيراعظم به په نيويارك كښې د يو اېس پاكستان بزنس كونسل او د يو اېس چېمبر اف كامرس تر سيوري لاندې په دستورو كښې كاروباري او تجارتي ټولنې ته هم وېنا وكړي۔ ﴿م ع/ م ع1744﴾