د وزيراعظم محمد نواز شريف لخوا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئلې پورته كولو سره به په هند نړيوال فشار زيات شي۔ علي سرور نقوي

د وزيراعظم محمد نواز شريف لخوا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئلې پورته كولو سره به په هند نړيوال فشار زيات شي۔ علي سرور نقوي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 17ستمبر 2016ء) پخواني سفير علي سرور نقوي وئيلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف لخوا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئلې پورته كولو سره به په هند نړيوال فشار زيات شي۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د هند ظلمونو په نظر كښې ساتلو سره په هند نړيوال فشار مخ په زياتېدو دے او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر هم په دې اندېښنه ښودلې او وئيلي ئې دي چې هند دې په مقبوضه كشمير كښې جارحيت بند كړي۔ علي سرور نقوي ووئيل چې وزيراعظم به په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئله په ښه ډول وړاندې كوي او دې سره به په هند نړيوال فشار زيات شي۔ (م ع/ م ع 1511)