د افغان مشرتابه لخوا بيانونه افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د هڅو نظر انداز كولو مترادف دي٬

پاکستان په افغانستان كښې د امن او استحكام عزم لري٬ افغانستان كښې امن د پاكستان په ګټه دے كوم چې د منطقې پرمختګ او استحكام له ضروري دے٬ پاكستان افغان برآمداتو او درآمداتو له ټولې آسانۍ وركوي٬ پاكستان د واهګه پولې د لارې هند ته د افغانستان مېوو د ټرانزټ آسانۍ هم وركوي۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16ستمبر 2016ء) پاکستان د افغان مشرتابه په غېر ګټورو بيانونو د مايوسۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د افغان مشرتابه لخوا بيانونه په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د هڅو نظر انداز كولو مترادف دي٬ پاکستان په افغانستان كښې د امن او استحكام عزم لري٬ افغانستان كښې امن د پاكستان په ګټه دے كوم چې د منطقې پرمختګ او استحكام له ضروري دے۔

د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې امن او سلامتيا او په افغانستان كښې اقتصادي پرمختګ لپاره زمونږ هڅې افغان وروڼو سره زمونږ د عزم معامله ده ٬ چرته چې د تېرو 37 كالو راهسې په لكونو افغان كډوال زمونږ مېلمانه دي۔ وياند ووئيل د دواړو هېوادونو د ټرانزټ ټرېډ لوظنامې له مخې پاكستان افغان برآمداتو او درآمداتو له ټولې آسانۍ وركوي٬ پاكستان د واهګه پولې د لارې هند ته د افغانستان د مېوو د ټرانزټ آسانۍ هم وركوي خو وياند د افغان مشرتابه په غېر ګټورو بيانونو د مايوسۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې د افغان مشرتابه لخوا بيانونه په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د هڅو نظر انداز كولو مترادف دي۔

ده ووئيل د پاكستان امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بوخت دي٬ زمونږ ځواكونه د پولې په محفوظولو كښې مهم كردار لوبوي كوم چې به افغانستان او منطقه كښې تل تر تله امن لپاره مرستياله وګرځي خو پاکستان په دې خبره تشويش لري چې "يو ګاٶنډي" افغان خاوره په پاكستان كښې دننه د ترهه ګرۍ هلو ځلو لپاره كاروي او د ترهه ګرو مالي مرسته هم كوي۔