امريكائي سفير احسن اقبال سره وليدل

امريكائي سفير احسن اقبال سره وليدل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16ستمبر 2016ء) په پاکستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هېل د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او امريكا د نالج كوريډور او د تعليم په څانګه كښې د مرستې پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې پي اېچ ډي لپاره به لس زره پاكستاني سكالران امريكې ته لېږلې شي۔ پاكستان چې د تعليم په څانګه كښې امريكې سره كوم قوي اړيكې غواړي نالج كورېډور سره به دا اړيكې لا قوي شي۔ په دې موقع وفاقي وزير د زلمو او انجونو د ټولنې په پرمختګ كښې فعاله كردار هم رامخې ته كړو۔