حكومت ايمنسټي سكيم معرفي كولو له چمتو دې٬پاكستان د آئي اېم اېف كوم هم پروګرام لپاره نه ځي۔ډاكټر مفتاح اسماعيل

حكومت ايمنسټي سكيم معرفي كولو له چمتو دې٬پاكستان د آئي اېم اېف كوم هم پروګرام لپاره نه ځي۔ډاكټر مفتاح اسماعيل

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 24مارچ2018ء) د وزيراعظم د اقتصادي چارو صلاحكار ډاكټر مفتاح اسماعيل وئېلي دي چې حكومت د ايمنسټي سكيم معرفي كولو له چمتو دې كوم به چې ډېر زر وړاندې كړې شي۔يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې دا پروژه به هېواد لپاره مثبت ثابت شي او قامي معيشت لپاره مرسته كونكې هم۔ ده ووئيل چې دا مهال د درآمداتو شرح برآمداتو څخه زياته ده خو د ډالر په نرخ كښې د زياتوالي له امله په برآمداتو مثبت اثر پريوځي۔

ده ووئيل چې د درآمداتو كمې به په ترسيلات زر كښې زياتوالې كوي۔د وزيراعظم صلاحكار ووئيل چې په راتلونكو ورځو كښې به د برېښنا په نرخ كښې كمې راشي او د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ګڼ شمېر پروژو بشپړیدو سره به هېواد ته ډېر ګټھ ورسي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان د آئي اېم اېف كوم هم پروګرام لپاره نه ځي۔