د پوليو تدارك پروګرام لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن سناتورې عائشه رضا فاروق ته تمغه ستاره امتياز وركړې شوه

د پوليو تدارك پروګرام لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن سناتورې عائشه رضا فاروق ته تمغه ستاره امتياز وركړې شوه

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 24مارچ2018ء) د پوليو تدارك پروګرام كښې د مطلوبه اهداف ترلاسه كولو لپاره په مضبوطه او ځانګړې مشرتابه اولس مشر د پوليو تدارك پروګرام لپاره د وزيراعظم وياندې٬سناتورې عائشه رضا فاروق ته د قرارداد پاكستان 23 مارچ په موقع تمغه ستاره امتياز وركړو۔ خو سناتورې عائشه رضا دا تمغه په ګرد هېواد كښې د پوليو ډلو لخوا د روانې بهادرۍ او لازول هلو ځلو په نامه كړه۔

د پاكستان اولس مشر لخوا د تمغه ستاره امتياز ترلاسه كېدو نه وروستو سناتورې عائشه رضا فاروق په خپل بيان كښې ووئيل چې"بلا شبه دا تمغه ما ترلاسه كړه خو زه دا ايوارډ د پوليو هرې ډلې په نامه كوم چا چې د پوليو خاتمې لپاره مضبوط عزم او ډېر خوارۍ سره هلې ځلې روانې ساتلي۔دې ووئيل چې د شريكو هلو ځلو په سوب مونږ د پوليو خاتمې په پروګرام كښې د لږې مودې په مهال نن چې كومې كاميابۍ ترلاسه كړي د هغې مثال په ګرده نړۍ كښې نه ترلاسه كېږي۔