خپل آئيني دور تر پايې رسول د هر جمهوري حكومت حق دې٬جمهوري نظام د هېواد د ټولو مسئلو يوازنې حل دې۔سناتور پروېز رشيد

خپل آئيني دور تر پايې رسول د هر جمهوري حكومت حق دې٬جمهوري نظام د هېواد د ټولو مسئلو يوازنې حل دې۔سناتور پروېز رشيد

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 23مارچ2018ء) د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشر سناتور پروېز رشيد وئېلي دي چې خپل آئيني دور تر پايې رسول د هر جمهوري حكومت حق دې٬جمهوري نظام د هېواد د ټولو مسئلو يوازنې حل دې۔ تېره ورځ يو نجي ټي وي چينل سره خبرو كښې ده ووئيل چې پاكستان مسلم ليګ(ن)د ټاكنو لپاره چمتو دې۔زمونږ ګوند به د خپلو تېرو پنځو كلونو د كاركردګۍ په بنياد په راتلونكو ټول ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوي۔ده ووئيل چې سياسي ګوندونه تل خپلې پالېسۍ د خلكو د خواهشاتو له مخې جوړوي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل چې زمونږ په ګوند او د محمد شهباز شريف په خيالاتو كښې هېڅ فرق نشته۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د 18م بدلون منظورۍ نه پس د صوبو محروميت ختم شوې۔