هېواد نن بيا د 1940 تعميري جزبې ته اړتيا لري ٬د هېواد په جوړولو كښې د قام جذبه او عزم شامل ؤ ٬په 23 مارچ د پاكستان وړومبنې آئين جوړ شوې٬د 23 مارچ په اړه د تعميرې جذبې كمپائن پېل شوې٬غواړو چې ټول پاكستانيان د دې كمپائن برخه وګرځي۔ د وفاقي وزير احسن اقبال د 23 مارچ په اړه د تعميرې جذبې كمپائن په حقله خبري كنفرنس ته خطاب

هېواد نن بيا د 1940 تعميري جزبې ته اړتيا لري ٬د هېواد په جوړولو كښې د قام جذبه او عزم شامل ؤ ٬په 23 مارچ د پاكستان وړومبنې آئين جوړ شوې٬د 23 مارچ په اړه د تعميرې جذبې كمپائن پېل شوې٬غواړو چې ټول پاكستانيان د دې كمپائن برخه وګرځي۔ د وفاقي وزير احسن اقبال د 23 مارچ په اړه د تعميرې جذبې كمپائن په حقله خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 22مارچ2018ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي هېواد نن بيا د 1940 تعميري جزذبې اړتيا لرې ٬د هېواد په جوړولو كښې د قام جذبه او عزم شامل ؤ ٬په 23 مارچ د پاكستان وړومبې آئين جوړ شوې٬د 23 مارچ په اړه د تعميرې جذبې كمپائن پېل شوې٬غواړو چې ټول پاكستانيان د دې برخه وګرځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پلاننګ كمېشن كښې د 23 مارچ په اړه د تعمير جزبې مهم په حقله خبري كنفرنس ته په خطاب كښې وكړه۔

وفاقي وزير ووئيل د 23 مارچ په ورځ د پاكستان وړومبې آئين جوړ شوې٬آمرانه دور كښې بيا بيا د پاكستان آئين معطل شوې٬هېواد ته نن بيا د 1940 تعميرې جذبې اړتيا ده۔ده ووئيل تر 2025 پاكستان د نړۍ 25 لويو معيشتونو كښې د شاملولو هدف ټاكلې شوې۔ده ووئيل كله چې 2013 كښې مونږ حكومت سنبهال كړو نو هېواد د ترهه ګرۍ او توان بحران سره مخ ؤ۔ده ووئيل په 2013 كښې پاكستان تر ټولو خطر ناك هېواد ګرځولې كېدو٬د لوبو مېدانونه ويجاړ شوي وو٬معيشت خراب شوې وو۔

ده ووئيل حكومت د ښه منصوبه بندۍ ترمخه په دغه ټولو بحرانونو قابو موندلې٬نن په هېواد كښې لوډشېډنګ ختم شوې او د امن وضعه ښه شوې چې له امله يې نن په هېواد كښې سرمايه كاري كېږي۔ده ووئيل د بده مرغه ځينې عناصر د خاص ايجنډې ترمخه هېواد ته زيان رسول غواړي خو هغوي ته وئېل غواړم چې نن د هېواد د مجموعي پېداوار حجم د 2013 په مقابل كښې يو په دوه شوې۔ده ووئيل نن ټوله نړۍ كښې د پاكستان معيشت د آسيا يو ښه معيشت ګرځولې كېږي۔ده ووئيل پاكستان تندۍ سره د پرمختګ پلو روان دې۔ده ووئيل د حكومت د ښه منصوبه بندۍ سره د لوبو مېدانونه آباد شوي۔ده ووئيل حكومت په لږ وخت كښې د توان په بحران قابو موندلې او 10400 مېګاواټ برېښنا په قامي ګرېډ كښې شامله شوې۔