د اټالين نيوي مشر اېډمرل والټر ګيراډلي د اسلام آباد نيول هېډكوارټر دوره٬د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي سره ملاقات

د اټالين نيوي مشر اېډمرل والټر ګيراډلي د اسلام آباد نيول هېډكوارټر دوره٬د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي سره ملاقات

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 20مارچ2018ء) اټالين نيوي مشر اېډمرل والټر ګيراډلي د اسلام آباد نيول هېډكوارټر دوره وكړه او د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي سره ئې ملاقات كړې۔نيول هېډكوارټر ته په رسېدو د پاك بحريه مشر د اټالين نيوي مشر هركلے وكړو۔د پاك بحريه يوې چټك ډلې ده ته سلامي وكړه۔د سلامۍ نه پس دې نيول هېډكوارټر كښې د پرنسپل سټاف افسرانو سره معرفي كړې شو۔

د دې نه پس د اټالين نيوي مشر اېډمرل والټر ګيراډلي د پاك بحريه مشر سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال په پېشه وره چارو او دوه اړخيزه بحري همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دواړو هېوادونو سمندري ځواك ترمينځه د مرستې په بېلو څانګو هم غور وشو۔د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان عزم او كردار او په خاص توګه كولېشن ميري ټائم كمپين پلان او د سمندري غلو مخ نيوي عملياتو كښې د پاك بحريه په ګډون رڼا واچوله۔

اېډمرل والټر ګيراډلي په سيمه كښې د بحري امن او استحكام په لړ كښې د پاك بحريه كردار او خذمات وستائل۔د ملاقات نه پس د سيمه ايزو مسئلو په اړه د پاك بحريه پھ نقطه نظر او بحري هند كښې د امن او استحكام په لړ كښې د پاك بحريه كردار په اړه ده ته بريفنګ هم وركړې شو۔د دې نه پس اټالين نيوي چيف اسلام آباد نيول هېډكوارټر كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو۔