د پاكستان پوسټ د پي ټي سي اېل غوندې نجكاري نه كېږي٬د بولۍ عمل به په سپيځلې ډول ترسره كولې شي٬د ادارې كوم ملازم به د نوكرۍ څخه نه اوخا كېږي ٬د پوسټل سروسز وزارت سېكتر پبلك اكاؤنټس كمېټۍ ته بريفنګ

د پاكستان پوسټ د پي ټي سي اېل غوندې نجكاري نه كېږي٬د بولۍ عمل به په سپيځلې ډول ترسره كولې شي٬د ادارې كوم ملازم به د نوكرۍ څخه نه اوخا كېږي ٬د پوسټل سروسز وزارت سېكتر پبلك اكاؤنټس كمېټۍ ته بريفنګ

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 20مارچ2018ء) د پارلمان پبلك اكاؤنټس كمېتۍ د پوسټل سروسز وزارت د اړخه په ځينو خذماتو د پرائيوېټ پبلك پارټنرشپ ترمخه روان پېشرفت مخ نيوي له امر كړی دغسې چې د منصوبې د كنسلټنټ تجاويزو پشمول ټول ماډل په 15 ورځو كښې پي اے سي ته وړاندې كړې شي۔د ټولو چارو جاج اخستو نه غېر د منصوبې اجازه نه شي وركړې كېدې ٬ دغسې د پوسټل سروسز وزارت وئېلي دي د پاكستان پوسټ د پي ټي سي اېل غوندې نجكاري نه كېږي٬د بولۍ عمل به په سپيځلې ډول ترسره كولې شي٬د ادارې كوم ملازم به د نوكرۍ څخه نه اخوا كېږي ۔

د نهې پھ ورځ د پي اے سي غونډه د چيئرمېن سيد خورشيد احمد شاه په مشرۍ كښې پارليمنټ هاؤس كښې وشوه چې پكښې د كمېتۍ غړو محمود خان اچكزئي٬راجه جاوېد اخلاص٬سيد غلام مصطفٰی شاه٬شاهده اختر علي٬شفقت محمود٬عذرا افضل٬ډاكټر عارف علوي٬چوهدري پروېز الهې سره د اړوندو سركاري محكمو افسرانو ګډون وكړو۔د پوسټ ډائرېكټر جنرل ډاكټر نصير احمد پي اے سي ته ووئيل مونږ وزيراعظم ته د 2 اربه 50 كروړه روپو درخواست سره پوسټل سروسز بزنس زياتولو له د پرائيوېټ پبلك پارټنرشپ اجازه اخستو سمري لېږلې۔

ده ووئيل فنډ خو ترلاسه نه شو خو د پرائيوېټ پبلك پارټنرشپ اجازه ترلاسه شوې۔ده ووئيل موبائل مني پراجېكټ د خپل نوعيت وړومبۍ منصوبه ده٬د دغې د لارې به د روپو په وخت او زر لېږل باوري كړی شي۔ده ووئيل موبائل كمپڼۍ د خپل سروس د لارې 6 ا ربه روپۍ لېږي۔دا صورتحال تر نظره ساتلو سره مونږ د منصوبې پريكړه كړې۔ده ووئيل مونږ د ارجنټ ميل سروسز سره سره د اېس اېم اېس خذمات هم وركوو۔ده ووئيل كه مونږ ته فنډ ترلاسه شي نو مونږ د ماركيټ تر 20 فيصده شيئر رسنه ترلاسه كولې شو۔ده ووئيل مونږ وسائل نه لرو او مونږ سره يوازنۍ لار پرائيوېټ پبلك پارټنرشپ ده۔