د تعليم وفاقي وزير انجينئربليغ الرحمان سره د ايېشين انسټي ټيوټ آف ټېكنالوجي پلاوي وليدل

د تعليم وفاقي وزير انجينئربليغ الرحمان سره د ايېشين انسټي ټيوټ آف ټېكنالوجي پلاوي وليدل

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 20مارچ2018ء) د تعليم وفاقي وزير انجينئربليغ الرحمان سره د ايېشين انسټي ټيوټ آف ټېكنالوجي پلاوي د نهې پھ ورځ ليدلي دي ۔د پلاوي مشري د انسټي ټيوټ صدر پروفيسر ورسك كينول نوكولي چائې كوله۔وفاقي وزير د پلاوي هركلے وكړو۔د ملاقات په مهال د تعليم په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د تعليم وزارت سېكتر اكبر حسېن دراني او جوائنټ ايجوكېشن اېډوائزر رفيق طاهر هم په دې مهال موجود وو۔

د پلاوي مشر پروفيسر ورسك كينول نوكولي چائې وړاندېز وركړو چې د پاكستان زده كوونكي په دې انسټي ټيوټ كښې د تحقيق كار كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل په پاكستان كښې د تعليم لپاره فنډ زيات شوې او حكومت په هېواد كښې د تعليم ودې له اقدامات كوي۔ده ووئيل نوي مقاصدو او د حقائقو تر مخه تعليم كښې تحقيق مهم كردار ترسره كوي۔