د موجوده قامي اسمبلۍ غوره قانون سازي ، تر 16مارچ 2018 ټول 164 بلونه منظور كړې شول

د موجوده قامي اسمبلۍ غوره قانون سازي ، تر  16مارچ 2018 ټول 164 بلونه منظور كړې شول

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 17مارچ2018ء) موجودہ قامی اسمبلۍ تر 16 مارچ 2018 ټول 164 بلونه منظور كړي وو۔ د دھرنو او عدم استحكام نورو هڅو باوجود موجوده اسمبلۍ كښې غوره قانون سازي شوې۔ د قامي اسمبلۍ سېکرټرېټ ذريعو ترمخه د روانې قامي اسمبلۍ اولني پارلماني كال 01 جون 2013 څخه تر 31 مئی 2014 په مهال موجوده اسمبلۍ 11 بلونه منظور كړل۔ په دوهم پارلماني كال كښې د دھرنو او د غېر يقيني صورتحال په سوب 8 بلونه منظور شول۔ درېم پارلماني كال كښې 50 بلونه منظور شول او څلورم پارلماني كال كښې د 56 بلونو منظوري وركړې شوه او په آخري پارلماني كال كښې تر 6 مارچ 2018 ټول 49 بلونه منظور كړې شول۔ د موجوده اسمبلۍ آخري پارلماني كال به د مئي په 31 نېټه ختم شي۔