په ټولنه كښې د كوچنيانو سره د زياتي پېښو مخ نيوي لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده٬مېډيا له پھ دې حقله په مور او پلار او كوچنيانو كښې د خبرتيا پېدا كولو لپاره خپل قام فرض ترسره كول دي٬پنجاب حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ترمخه نظام او فرانزك لېبارټري جوړ كړي چې ترې نورې صوبې هم استفاده كوي٬د زينب او عاصمه پیښو زمونږ سترګې پرانستې ٬ټولو صوبو پھ دې حقله قانون جوړولو له كار پېل كړې٬د قامي ا سمبلۍ سپيكر جوړې كړې چائلډ پروټكشن كمېټۍ له د اوسنو قوانين٬ليګل فريم ورك او د قواعدو او ضوابطو لا ښه كولو لپاره په 30 ورځو كښې خپل وړاندېزونه جمع كول دي ٬په وفاق او صوبو كښې د غوره پرمختيائي اهدافو (اېس ډي جيز) په اړه ټاسك فورس كار كوي٬يونيسف پاكستان كښې د تعليم او روغتيا څانګو ښه والي له زمونږ سره همكاري لري۔د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د يونيسف تر سيوري لاندې وركشاپ ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 13مارچ2018ء) د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي په ټولنه كښې د كوچنيانو سره د زياتي پېښو مخ نيوي لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده٬مېډيا له پھ دې حقله په مور او پلار او كوچنيانو كښې د خبرتيا پېدا كولو لپاره خپل قام فرض ترسره كول پكار دي٬پنجاب حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ترمخه نظام او فرانزك لېبارټري جوړ كړي چې ترې نورې صوبې هم استفاده كوي٬د زينب او عاصمه پیښو زمونږ سترګې پرانستې دي٬ټولو صوبو پھ دې حقله قانون جوړولو له كار پېل كړې٬د قامي ا سمبلۍ سپيكر جوړې كړې چائلډ پروټېكشن كمېټۍ له د اوسني قوانينو٬ليګل فريم ورك او د قواعدو او ضوابطو لا ښه كولو لپاره په 30 ورځو كښې خپل وړاندېزونه جمع كول دي ٬په وفاق او صوبو كښې د غوره پرمختيائي اهدافو اېس ډي جيز په اړه ټاسك فورس كار كوي٬يونيسف پاكستان كښې د تعليم او روغتيا څانګو ښه والي له زمونږ سره همكاري لري۔

هغه د نهې په ورځ يونيسف د سيوري لاندې پاكستان كښې د چائلډ پروټېكشن٬كيس منيجمنټ او ريفرل سسټم په موضوع وركشاپ ته د مېلمنې په حېثيت خطاب كولو ۔دې ووئيل په ټولنه كښې د كوچنيانو سره د زياتي د پېښو مخ نيوي لپاره حكومت سره سره معاشرتي رويه بدلولو٬سول سوسائټۍ او مېډيا پشمول د ټولو اړوندو ډلو اجتماعي سوچ او هڅو ته ضرورت دے۔مريم اورنګزېب ووئيل بلوچستان او ګلګت بلتستان د كوچنيانو تحفظ له په كوټلي قانون سازۍ كولو د مباركي مستحق دي۔

په داسې قانون جوړولو په خلقو كښې دا اعتماد راپېدا كېږي چې حكومت په ټولنه كښې د دې مسئلې حل له سنيجده او پرعزم دے۔هغې ووئيل پاكستان كښې په دې حقله غوره قانون شته خو د عملدرآمد په لړ كښې مسائل هم شته ۔مريم اورنګزېب ووئيل د زېنب او عاصمه كيسونه مېډيا راپور كړي وو دغې دواړو پېښو زمونږ سترګې پرانستې او مونږ ټولو اسمبلو پھ دې حقله قانون جوړولو له كار پېل كړې۔

مريم اورنګزېب ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر د كوچنيانو تحفظ له كمېټي جوړه كړې او په دې حقله قانون جوړولو لپاره به كمېټي په 30 ورځو كښې خپل وړاندېزونه وركوي او د موجوده قوانين د لا غوره كولو به جاج اخلي۔هغې ووئيل په كومه هم مقدمه كښې د استغاثې مهم كردار وي او داسې مقدمات په عمومي توګه په آسانۍ نه درج كېږي۔مور او پلار له د داسې مقدمو درج كولو له هڅې كول دي۔

دې ووئيل په كوچنيانو او مور او پلار كښې آګاهي پېدا كولو له په نصاب كښې مضمون شاملول پكار دي۔هغې د كوچنيانو سره د زياتي په ضد مرستې او په نړيواله توګه د معياري ډېټا په وركولو د نړيوالو همكارانو مننه وكړه۔مريم اورنګزېب ووئيل يونيسف نه يوازې پاكستان كښې تعليم او د صحت په اړه ښه والي راوستلو له زمونږ ملګرتيا كوي بلكې د ډېټا په وركولو د كارمندانو صلاحيتونه زياتولو له هم مرسته كوي۔هغې د آئين آرټيكل 35 ترمخه د مور او د بچي په تحفظ زور راوړو۔د اطلاعات دوهمې وزيرې ووئيل د اتلسم بدلون نه وروستو د صوبو اختيارات زيات شوي او هغوي د خپلو مقامي مسائلو لرې كولو لپاره پخپله قانون سازي كوي او وفاقي حكومت پھ دې لړ كښې د صوبو بشپړه مرسته كوي۔