قام به راتلونكې ټول ټاكنې په ريفرنډم بدلې كړي٬د سېنېټ په ټاكنو كښې هغوي د بريا باوجود ماتې خوړلې او مونږ د ماتې خوړولو سره هم كامياب شوې يو ٬د بني ګاله٬ بلاول هاؤس او د خېبرپښتونخوا د غړو هېڅ عزت پاتې نشو٬دا د قام لارښود نه دي٬زمونږ كردار د اولس په وړاندې دے۔د مسلم ليګ(ن)قائد او د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د مسلم ليګ(ن)د جنرل كونسل غونډې ته وېنا

قام به راتلونكې ټول ټاكنې په ريفرنډم بدلې كړي٬د سېنېټ په ټاكنو كښې هغوي د بريا باوجود ماتې خوړلې او مونږ د ماتې خوړولو سره هم كامياب شوې يو ٬د بني ګاله٬ بلاول هاؤس او د خېبرپښتونخوا د غړو هېڅ عزت پاتې نشو٬دا د قام لارښود نه دي٬زمونږ كردار د اولس په وړاندې دے۔د مسلم ليګ(ن)قائد او د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د مسلم ليګ(ن)د جنرل كونسل غونډې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 13مارچ2018ء) د مسلم ليګ(ن)قائد او پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي په راتلونكو ټول ټاكنو كښې به ووټ ته عزت وركړئ زمونږ منشور وي٬قام به راتلونكې ټول ټاكنې په ريفرنډم بدلې كړي٬د سېنېټ په ټاكنو كښې دوي د بريا باوجود هم ماتې خوړلې او مونږ ماتې خوړولو سره هم ګټلې ده ٬د بني ګاله٬ بلاول هاؤس او د خېبرپښتونخوا د غړو هېڅ عزت پاتې نه شو٬دا د قام لارښود نه دي٬زمونږ كردار د اولس په وړاندې دې۔

ده دا خبرې د نهې پھ ورځ د مسلم ليګ(ن)جنرل كونسل غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل د څلورو كلونو په مهال مو هڅه كړې چې قام د تيارو نه خلاص كړو۔په څلورو كلونو كښې هېواد د تيارو نه ويستل مشكل نه ناممكن وو۔د نړۍ په تاريخ كښې داسې نه شي كېدې خو مونږ آرام ونه كړو او شپه او ورځ مو هڅې وكړې٬ ده ووئېل شاهد خاقان عباسي نن راته وئېل چې تاسو دومره پروژې پېل كړي چې په پرانسته كولو يې ستړی شوم۔

ده ووئيل ټولې پروژې د ټولو په وړاندې دي٬شهباز شريف په لسو كلونو كښې په پنجاب كښې چې كوم كار كړې هغه چا د هېواد په 70 كاله تاريخ كښې نه دې كړې٬ ده ووئېل په سندھ او كے پي كے كښې د دې مثال نشته٬چرته چې پرمختګ كېږي بايد د زړه نه ومنلې شي۔ده ووئيل د كال 2013م نقشه په ذهن كښې راولئ٬د پاكستان چې كوم حال وو٬هېواد په تيارو كښې وو٬كارخانې بندې وې٬ ده ووئېل باكستان په شاه روان ؤ٬پاكستانيان هم په دې صورتحال خفه ؤ٬د پاكستان كوم منظر ؤ هره ورځ به چاودنې كېدلې٬د سلګونو په شمېر خلك په حق رسېدل وينه بهيدله٬ ده ووئېل مونږ دا صورتحال چېلنج وګڼلو ٬خزانه خالي وه٬د برېښنا يوې پروژې لګولو لپاره مونږ سره پيسې نه وې٬نن ګڼ شمېر پروژې بشپړېږي او برېښنا ډېره ده۔

نواز شريف ووئيل د كراچۍ موټروے به راتلونكو دوه دريو مياشتو كښې بشپړه شي٬شاهد خاقان عباسي به د دې هم پرانسته كوي۔ده ووئيل موڼږ هم د اولس په وړاندې يو٬مونږ د قام رسوائي نه غواړو٬مونږ قام خرڅونكي نه يو٬ ده ووئېل مونږ يوازې د لوے څښتن په وړاندې سرټېټونكي يو۔كاركنان دې لوظ وكړي چې هغوي به هم يوازې د لوے څښتن په وړاندې سرټېټوي٬مونږ به كوم انسان ته سر نه ټېټوو۔ ده ووئېل مونږ به پاكستان راټولوو٬راتلونكې ټول ټاكنې به په ريفرنډم بدلولو او د پاكستان سباؤن به روښانه كوو۔