په سېنېټ كښې چې څه شوي هغه د تاريخ تر ټولو تور داغ دې٬مونږ د جمهوريت جنګ بائيللې۔محمود خان اچكزئي

په سېنېټ كښې چې څه شوي هغه د تاريخ تر ټولو تور داغ دې٬مونږ د جمهوريت جنګ بائيللې۔محمود خان اچكزئي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 13مارچ2018ء) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچكزئي وئېلي دي چې په سېنېټ كښې چې څه شوي هغه د تاريخ تر ټولو تور داغ دې٬مونږ د جمهوريت جنګ بائيللې۔د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د اعتراض په نكته محمود خان اچكزئي ووئيل چې د نجي كاروائي ورځ ده خو په ډېره مهمه مسئله تاريخي آئيني فرض ادا كولو لپاره خبره كوم۔

ده ووئيل چې پاكستان د وفاقي اكائيو مجموعه ده او ټول ځان ته پاكستانې وائي٬مونږ ټول د آئين په سبب يو بل سره تړلي يو۔سېنېټ هاؤس آف فېډرېشن دې كه په دې كښې د زور او زر استعمال وشي نو د پاكستان بنيادونه به ولړزېږي۔د بلوچستان ټاكنو په اړه مو د بهرنۍ مداخلې خبره كړې وه او د وزيراعظم څخه مو غوښتنه كړې وه چې د دې پلټنې دې وشي۔ده د مير جعفر او صادق د غدارۍ او د ټيپو سلطان د شهادت حواله وركړه او وې وئېل چې د دې په نتيجه كښې نيمه وچه 300 كاله په غلامۍ كښې پاتې شوه۔ده ووئيل چې ټولو جمهوري قوتونو ته خواست كوم چې زمونږ د اتحاد او اتفاق وخت راغلې٬زه د جمهوري او غېر جمهوري قوتونو په مينځ كښې د جنګ سپاهي يم٬زه آئين سره يم٬د آئين نه د تجاوز كونكو ملګرتيا نه شم كولې۔