پښتنو د پاكستان استحكام له بلها قربانۍ وركړي٬ قانون نافذ كونكې ادارې ټولو پاكستانيانو ته په يو نظر ګوري٬د كوم مخصوص قوميت په ضد د خاص روي اختيارولو سخت مخالف يم۔د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال قامي اسمبلۍ كښې د پام راګرځونې نوټس ځواب

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 13مارچ2018ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي ښتنو د پاكستان استحكام له بلها قربانۍ وركړي٬ قانون نافذ كوونكې ادارې ټولو پاكستانيانو ته په يو نظر ګوري٬د كوم مخصوص قوميت په ضد د روي اختيارولو سخت مخالف يم۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د شهريار آفريدي د پښتنو عام ديواني مقدماتو او تنازعات په اړه د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې د كورنيو چارو وزير احسن اقبال ووئيل قانون نافذ كونكې ادارې ټولو پاكستانيانو ته په يو نظر ګوري۔

داسې كومه پالېسي نشته چې كومې ژبې رنګ او نسل په بنياد د كوم قوميت په ضد خاص رويه اختيار كړې شي٬ د پښتنو د پاكستان په استحكام كښې لويې قربانۍ شته او مونږ د دغې اعتراف كوو۔ ده ووئېل پاكستان كښې د افغان كډوالو يو لويه شمېره موجود ده او هغه د پاكستان شهريت ترلاسه كول غواړي٬هغه فلټر كولو په لړ كښې نادرا پالېسي جوړه كړی ده۔