د قامي معيشت استحكام لپاره سياسي استحكام ډېر ضرورې دے٬هېواد دښمنه عناصر د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه له مينځه وړل غواړي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال

د قامي معيشت استحكام لپاره سياسي استحكام ډېر ضرورې دے٬هېواد دښمنه عناصر د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه له مينځه وړل غواړي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 12مارچ2018ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د قامي معيشت استحكام لپاره سياسي استحكام ډېر ضرورې دے٬ د هېواد بهترۍ لپاره په ګډه كار كول د ټولو سياسي ګوندونو اجتماعي ذمه واري ده۔تېره ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن) په حكومت كښې قامي معيشت مضبوط شوې۔ده ووئيل هېواد دښمنع عناصر د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه له مينځه وړل غواړي كوم چې نه يوازې د پاكستان بلكه د ټولې منطقې لپاره يو ګيم چينجر پروژه ده۔

ده ووئيل دا حقيقت دے چې د هېواد شاندار سباؤن آئين او جمهوريت سرلوړۍ سره تړلې دې۔وفاقي وزير ووئيل د جمهوري حكومتونو په كاميابۍ تنقيد كول يو فيشن جوړ شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د هېواد قامي سلامتيا ادارو د هېواد څخه د ترهه ګري د جرړې څخه ختمه كړی او په دې لړ كښې مونږ ډېرې قربانۍ وركړي۔