د وزيرستان عملياتو ځپليو له به د معاوضې وركولو لپاره فنډ زر تر زره جاري كړی شي۔د سېفران وفاقي وزير

د وزيرستان عملياتو ځپليو له به د معاوضې وركولو لپاره فنډ زر تر زره جاري كړی شي۔د سېفران وفاقي وزير

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 10ستمبر 2016ء) د سېفران وفاقي وزير لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ وئېلي دي چې د وزيرستان عملياتو ځپليو له به د معاوضې وركولو لپاره فنډ زر تر زره جاري كړی شي۔اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د دې فنډ منظوري فروري 2016 كښې وزيراعظم محمد نواز شريف وركړې وه او د دې پروګرام ترمخه 5 اربه روپۍ وړاندې نه د فاټا سېكرټرېټ ته د خزانې وزارت د اړخه جاري كړې شوي۔جنوبي وزيرستان ايجنسۍ پولټيكل ايجنټ لخوا په ترلاسه شوي خواست د 5 زره 576 كورونو لپاره 1 ارب 93 كروړ 54 لكه روپۍ فاټا سېكرټرېټ ته منتقل شوي دغسې د شمالي وزيرستان ايجنسۍ پولټيكل ايجنټ په خواست د 210 كورونو لپاره 4 كروړه 36 لكه روپۍ پولټيكل ايجنټ ته جاري كړې شوي دي۔