د لويې اختر لپاره د نازيه اقبال پښتو البم(چاته مه وايه جانانه)وډيو رېكارډنګ بشپړ شو

د لويې اختر لپاره د نازيه اقبال پښتو البم(چاته مه وايه جانانه)وډيو رېكارډنګ بشپړ شو

پېښور(پاکستان نیوز پوائنٹ 10ستمبر 2016ء) د پښتو ژبې نوموړې سندر غاړې نازيه اقبال د لويې اختر لپاره د خپل نوې البم وېډيو او آډيو رېكارډ بشپړ كړے۔تېره شپه د نازيه اقبال د اختر لپاره د نوي البم (چاته مه وايه جانانه)وډيو او آډيو رېكارډنګ بشپړ شوے چې پكښې د نوموړي شاعر سراج الدين مخلس د پښتو 9 او د اردو يو غزل شامل دے۔په دې اړه په پېښور كښې يوه دستوره وشوه چې پكښې د فن سره تړون لرونكو نه ځانله خبريالانو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون وكړو۔

نوموړې سندرغاړي نازيه اقبال د مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د غزل وئېل ډېر سخت كار دے او زه ښه كلام وئېلو ته پام لرنه كوم۔دې ووئيل په دې البم ما ډېره خواري كړې كوم چې په سنجيده شاعرۍ اډانه يو ښه البم دے۔زه باور لرم چې د موسيقۍ سره مينه لرونكو هيلې به ترسره شي.