وزيراعظم محمد نواز شريف سره د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ غړې سحرش قمر وليدل

وزيراعظم محمد نواز شريف سره د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ غړې سحرش قمر وليدل

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 09ستمبر 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ غړې سحرش قمر د جمعې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې ليدلې دي ۔وزيراعظم محمد نواز شريف سحرش قمر له د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ په غړې ټاكلې كېدو مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې سحرش قمر به د مېرمنو حقونو لپاره په زړه پورې هلې ځلې وكړي۔

ده ووئيل مېرمنې د ټولنې مهمه برخه ده او حكومت د مېرمنو خپلواكۍ٬تحفظ او پھ آزادۍ باور لري۔سحرش قمر ووئيل د آزاد جمو كشمير حكومت د وزيراعظم محمد نواز شريف د اولسي پرمختګ او څوكالۍ په وژن باور لري۔دې ووئيل آزاد جمو كشمير كښې مېرمنې د ډېرې مودې راهسې ګڼو ستونزو سره مخ دي۔وزيراعظم باور څرګند كړو چې د راجه فاروق حېدر پھ مشرۍ كښې د قانون سازې اسمبلۍ نوې ټاكلې شوي غړي به د كشمير اولس پرمختګ او څوكالۍ له په زړه پورې كار وكړي۔

وزيراعظم ووئيل دا زمونږ اجتماعي ذمه واري ده چې د اولس خذمت وكړو۔وزيراعظم ووئيل د آزاد كشمير سماجي او اقتصادي پرمختګ ايجنډې بشپړولو٬د هېواد د نورو سيمو ترمخه پرمختيائي پروژو او د ښېګړو سكيمونو جاري كولو له به مونږ د آزاد كشمير حكومت هر ډول مرسته كوو۔