د هېواد برآمدات زياتولو ته حكومت وړومبې پاملرنه كوي٬

معاشي پرمختګ او برآمدات يو بل سره تړلې دي٬ مونږ برآمدات نشو نظر انداز كولې٬ حكومت به برآمد كوٶنكو ته د لنډې ٬ مېنځنۍ او وږدې مودې آسانۍ وركوي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف نامتو برآمد كوونكې ډلې سره خبرې

د هېواد برآمدات زياتولو ته حكومت وړومبې پاملرنه كوي٬ 
معاشي پرمختګ او برآمدات يو بل سره تړلې دي٬ مونږ برآمدات نشو نظر انداز كولې٬ حكومت به برآمد كوٶنكو ته د لنډې ٬ مېنځنۍ او وږدې مودې آسانۍ وركوي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف نامتو برآمد كوونكې ډلې سره خبرې

کراچۍ(پاکستان نیوز پوائنٹ 08ستمبر 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې د هېواد برآمدات زياتولو ته حكومت وړومبې پاملرنه كوي٬ معاشي پرمختګ او برآمدات يو بل سره تړلې دي٬ مونږ برآمدات نشو نظر انداز كولې۔ د زيارت په ورځ نامتو برآمد كوونكې ډلې سره په خبرو كښې وزیراعظم ووئيل چې حكومت به برآمد كوٶنكو ته د لنډې ٬ مېنځنۍ او وږدې مودې آسانۍ وركوي دغسې چې كومه ټولنه زمونږ د پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو كښې ورستو پاتې نشي۔

وزیراعظم ووئيل برآمدات زمونږ معیشت دے ، زمونږ وژن د ټولو شراكت دارو ترمېنځه د برابرې په توګه د معاشي پرمختګ خواږه وركول دي٬ زياتو معاشي هلو ځلو او تجارتي چارې آسان جوړولو سره به د بې روزګارۍ او د غربت خاتمه وشي۔ ده ووئيل مونږ ټول هېواد كښې رېلوے انفراسټركچر په ځانګړې توګه ښه كړې چې ورسره د برآمد كوونكو خرڅونه كمېدو سره آسانۍ ترلاسه كېږي۔

ده ووئيل پاك چين اقتصادي لارې سره به د رېلوے ښه انفراسټركچر ګټې ترلاسه شي ٬د اقتصادي لارې له مخې به خاص اقتصادي زون جوړولې شي كوم چې به د هېواد د برآمداتو آسانۍ له مثالي پلېټ فارم وګرځي۔ وزیراعظم د تجارت وزارت ته امر وكړو چې هېواد كښې د پومبې كمو برآمداتو له مخې د پومبې د 50 لكه ګانټهې ډيوټي فري درآمد له دې ګامونه پورته كړې شي او په دې لړ كښې دې د كابينه كمېټۍ ته يو تجويز وړاندې كړې شي۔

وزیراعظم حتمي وړاندېزونه جوړولو له د خزانې وزير په مشرۍ كښې يوه كمېټې هم جوړه كړه۔ برآمد كوونكو د وزیراعظم په مشرۍ كښې د معاشي پرمختګ ستائنه كولو سره ووئيل تاريخي غېر ملكي زرمبادله او هېواد كښې د امنيت ښه وضعې څخه د برآمد كوونكو باور لا زيات شوے۔ دوي ووئيل چې د اوسني حكومت د دانشمدانه او سرمايه كار دوست پالسيو له امله معاشي پرمختګ د ستائنې وړ دے۔

دوي وزيراعظم ته ووئيل چې ښه معاشي پرمختګ له مخې ھغوي د هېواد برآمدات زياتولو له هڅې كوي او د هېواد مرسته كوي خو د ځينو نړيوالو عواملو په سبب برآمدي هدفونه نه ترلاسه كېږي۔ دوي كاروباري لښګت كښې ښه كمې لپاره ځينې وړاندېزونه هم وركړل۔ په دې موقع د سندھ ګورنر ډاکټر عشرت العباد، وزیراعلیٰ مراد علی شاہ، د خزانې وزير محمد اسحاق ډار، د سرمايه كارۍ بورډ چیئرمېن مفتاح اسماعیل او نور چارواكي هم موجود وو.