حكومت د پاكستان ټولې مهمې مسئلې حل كړي او غېر مستحكمه منطقه كښې د استحكام جزيره جوړه شوې ٬پاكستان په منطقه او په خاص توګه نړۍ كښې د خوشحالۍ او امن خوښي قام په حېثيت سره خپل كردار تر سره كوي ٬ پاكستان د مينځني ختيز په اړه پالېسۍ كښې د سعودي او ايران سره اړيكو كښې توازن په ځاې ساتلې ۔د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان د"پاكستان٬ايران او سعودي ترمينځه د عصري اړيكې:موجوده چېلنجونو"په سر خط سېمينار ته خطاب

حكومت د پاكستان ټولې مهمې مسئلې حل كړي او غېر مستحكمه منطقه كښې د استحكام جزيره جوړه شوې ٬پاكستان په منطقه او په خاص توګه نړۍ كښې د خوشحالۍ او امن خوښي قام په حېثيت سره خپل كردار تر سره كوي ٬ پاكستان د مينځني ختيز په اړه پالېسۍ كښې د سعودي او ايران سره اړيكو كښې توازن په ځاې ساتلې ۔د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان د

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22 فروری2018ء) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي ټاكلې حكومت كښې د پاكستان ټوې مهمې مسئلې حل كړی شوي او غېر مستحكم منطقه د استحكام جزيره جوړه شوې ٬ د پاكستان په منطقه او په خاص توګه نړۍ كښې د خوشحالۍ او پرامن قام په حېثيت سره خپل كردار تر سره كوي۔د زيارت په ورځ د سټراټېجك وژن انسټي ټيوټ سيوري لاندې د"پاكستان٬ايران او سعودي ترمينځه عصري اړيكې:موجوده چېلنجونو"په موضوع سېمينار ته د خطاب كولو په مهال د دفاع وزير ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ او توان بحران سره مخ ؤ كوم چې د مسلم ليګ(ن)حكومت ته 2013 كښې په ميراث كښې پاتې ؤ۔

د پاك۔سعودي عرب اړيكو په اړه د دفاع وزير ووئيل پاكستان په مينځني ختيز پالېسۍ په اړه د سعودي او ايران سره اړيكو كښې توازن په ځاې ساتلې ۔ده ووئيل د دوه اړخيزه لوظ نامو او پروټوكول له مخې د پاكستان آرمډ فورسز اهلكار د تېرو څو لسيزو څخه په سعودي كښې د تربيت او مشاورت په لړ كښې تعينات دي۔د سعودي په مشرۍ كښې د اسلامي هېوادونو د پوځي الائنس جوړولو نه وروستو پاكستان د ترهه ګرۍ مخ نيوي تربيې او كميونيكېشن كښې د مرستې وړاندېز كړی ؤ۔

خرم دستګير ووئيل پاكستان او سعودي په خاص توګه په اقتصادي او انډسټريل مرستې په اړه خپل تاريخي پارټنرشپ پراخا كولو عمل پیل كړی۔د دفاع وزير ووئيل پاكستان مستحكم ګاونډيتوب په خاص توګه د سي پیك كاميابۍ لپاره هڅې كوي۔ده ووئيل پاكستان سعودي سره پارټنرشپ ته ډېر اهميت وركوي او ايران سره اړيكې زياتول غواړي۔