د ورسته پاتې سيمو بې وسه اولس ته د درملنې ارزانې اسانۍ رسولو ته اړتيا ده۔ حكومت سره سره طبي ادارې او پېشه ور تنظيمونه مهم كردار ترسره كولې شي۔ د پاکستان آرمی میډیکل کور خذماتو دائره هېواد كښې دننه نه بلكې پاكستان څخه بهر هم پراخا ده۔ آرمی میډیکل کور د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې د نړۍ په بېلو برخو كښې د ځپلي انسانيت خذمت ترسره كولو سره د هېواد په نېك نامۍ كښې زياتوالې كړې۔ د اولس مشر ممنون حسېن د 15 م نړيوال کارډېک الېکټروفیزیالوجی کنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 17فروری2018ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د ورسته پاتې سيمو بې وسه اولس ته د درملنې ارزانې اسانۍ رسولو ته اړتيا ده۔ حكومت سره سره طبي ادارې او پېشه ور تنظيمونه مهم كردار ترسره كولې شي۔ د پاکستان آرمی میډیکل کور خذماتو دائره هېواد كښې دننه نه بلكې پاكستان څخه بهر هم پراخا ده۔ آرمی میډیکل کور د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې د نړۍ په بېلو برخو كښې د ځپلي انسانيت خذمت ترسره كولو سره د هېواد په نېك نامۍ كښې زياتوالې كړې۔

دا خبره اولس مشر د خالي په ورځ د 15 م نړيوال کارډېک الېکټروفیزیالوجی کنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ كنفرنس كښې اېډجوټنټ جنرل پاکستان آرمی لېفټېننټ جنرل انور علی حیدر، سرجن جنرل او ډی جی میډیکل سروسز، لېفټېننټ جنرل زاهد حمید او د پاكستان او بهر هېوادونو څخه راغليو د زړونو رنځونو پوهانو ګډون وكړو۔ اولس مشر ووئيل د زړه د رنځونو تشخيص ٬ درملنې او ددې اپرېشن پړاؤنه دومره ګران دي چې د بې وسه او متوسط درجې طبقې د وس څخه بهر دي۔

ددې يو سوب دا كېدې شي چې دلته طبي څېړنه كمه ده۔ بله دا چې د داسې مرضونو تشخيص له مشينونه بهر څه درآمد كول وي چې په سوب ئې په علاج زيات مصرف راځي۔ ده وئيل بايد د داروګانو او مشينرۍ معيار ښه وي او دا هم ضروري ده چې د پېچيده مرضونو درملنو كښې اسانۍ پېدا كولو پلو دې پام وكړې شي۔ دغسې چې بې وسه اولس هم دې څخه استفاده وكړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان په شمول د نړۍ په بېلو برخو كښې په دې لړ كښې كاميابې تجربې شوي دي۔

اولس مشر ووئيل د زړه د رنځونو د خپرېدو اندازه دې شمېرو څخه هم لګېدې شي د كومو ترمخه چې پاكستان كښې 100 زره كسان هر كال ددې رنځ په سوب مري۔ ده ووئيل په ټولنه كښې بايد د ديني تعليماتو ترمخه دوه اړخيزه اړيكو كښې اخلاص او د خېر ښېګړې جذبو ته وده وركړې شي۔ دغسې چې د نوې دور په مسئلو قابو وموندلې شي۔ اولس مشر د آرمی میډیکل کور خذمات وستائل۔ ده د دې خوښۍ څرګندونه هم وكړه چې د اولس بېلو طبقو ترمينځه د لا همغږۍ پېدا كولو له دې د خذمات دا دائره لا پراخا كړې شي۔