خېبر پښتونخوا كښې سکولونو له سولر پینلز وركولو له د ډی اېف آئی ډی او د سعودی پرمختيائي فنډ ترمينځه لوظنامه وشوه

خېبر پښتونخوا كښې سکولونو له سولر پینلز وركولو له د ډی اېف آئی ډی او د سعودی پرمختيائي فنډ ترمينځه لوظنامه وشوه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 13 فروری2018ء) په خېبر پښتونخوا كښې سکولونو له سولر پینلز وركولو له د ډی اېف آئی ډی او د سعودی پرمختيائي فنډ ترمينځه لوظنامه شوې۔ د ډی اېف آئی ډی او اېس اېف ډی د نهې پھ ورځ یو این آفس فار پروجیکټ سروسز سره په لوظنامه لاس ليك وكړو۔د لوظنامې ترمخه به ډی اېف آئی ډی او اېس اېف ډی د پروژې لپاره په شريكه 6.5ملیونه پاؤنډ وركوي۔

د ستورې ته په خپل خطاب کښې د ډی اېف آئی ډی مشر جوآنه ریډ ووئيل مونږ د پاکستان تعلیمی ایمرجنسی څخه خبر يو۔ برتانيه په دې ایمرجنسی د قابو موندلو په غرض د خېبر پښتونخوا حکومت سره مرستې له لوظې ده۔ ده ووئيل زه باور لرم چې د کے پی کے جنوبی ضلعو كښې سکولونو له برېښنا وركولو سره به زياته شميره كښې زدكونكې سكولونو پلو راغب شي او معیاری تعلیم به ترلاسه كړي۔پاکستان كښې د سعودی عرب سفیر نواف سعید احمد المکی او د اېس اېف ډی ډائریکټر جنرل(آپریشنز)فوزی السعود هم پھ دې موقع موجود ؤ۔