د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مشاهدالله خان عاصمه جهانګير ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه

د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مشاهدالله خان عاصمه جهانګير ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 13 فروری2018ء) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مشاهدالله خان عاصمه جهانګير ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړې او وئيلي ئې دي چې د عاصمه جهانګير شخصيت د مدر ټريسا څخه كم نه دے٬ هغې د هر يو سياسي ګوند په حكومت كښې د هغه د قبله سمولو هڅې كړې دي۔ هغه تاريخ ساز شخصيت و۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان ووئيل چې عاصمه جهانګير ګڼ اړخيزه شخصيت و۔ سياست پوهه او د بشري حقونو علمبرداره وه۔ د هغې په ناڅاپي مرګ ټول خفه دي۔ هغې هر هغه كس لپاره غږ پورته كړې چا سره چې زياتې شوې۔ ده ووئيل چې هغې خپل كردار په ښه ډول ترسره كړې٬ د هېواد ډېر خلق به د هغې په قدم لاړ شي۔