سېنېټ كښې د پخواني سناتور عبد المجيد قاضي په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړې شو

سېنېټ كښې د پخواني سناتور عبد المجيد قاضي په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړې شو

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 12 فروری2018ء) سېنېټ د پخواني سناتور عبد المجيد قاضي په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړے شو ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې ووئيلې شو چې دا ايوان د عبد المجيد قاضي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كوي۔ ارواښاد د كال 1985ﺀ څخه تر 1991ﺀ سناتور پاتې شوے ؤ۔ هغه د اطلاعات او خپرونو د وزير په حېث هم خذمات ترسره كړي ؤ ۔ په پېشه وره توګه هغه انجينئر ؤ۔ د تېل او ګاز په اړه د هغه خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ لوئے څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔ دغسې په يوه خله دا قرارداد منظور كړې شو۔