سېنېټ كښې د پخواني سناتور حاجي سېف الله بنګش په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړې شو

سېنېټ كښې د پخواني سناتور حاجي سېف الله بنګش په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړې شو

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 12 فروری2018ء) سېنېټ د پخواني سناتور او نوموړي سياستمدار حاجي سېف الله بنګش په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړو۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې ووئيلې شو دا يوان د پخواني سناتور او د نوموړي سياستمدار او پارلمېنټرين حاجي سېف الله بنګش په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كوي۔ لوئے څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔ ايوان په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه۔