طد سېنيګال اولس مشر د پاكستان د كاميابې دورې څخه وروستو هېواد ته ستون شو

طد سېنيګال اولس مشر د پاكستان د كاميابې دورې څخه وروستو هېواد ته ستون شو

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 07ستمبر 2016ء) د سېنيګال اولس مشر مېكي سال خپل پلاوي سره د پاكستان د كاميابې دورې څخه وروستو د شورو په ورځ هېواد ته ستون شوې۔ په نور خان هوائي مېدان ياد شوې اولس مشر ته مخه ښه ووئيل شول۔ د سېنيګال اولس مشر د خپل 34كسيزه پلاوي سره د وزيراعظم نوازشريف په بلنه پاكستان ته راغلې ٶ۔ د خارجه دفتر وينا له مخې د پاكستان دورې په مهال مېكي سال وزيراعظم محمد نوازشريف سره ملاقات كړې د دې نه علاوه ھغه سرتاج عزيز٬ سپيكر سردار اياز صادق او نورو اعلٰې چارواكو سره هم ملاقاتونه كړي۔

د ملاقات په مهال وزيراعظم د سېنيګال پرمختيائي حاجتونه ترسره كولو لپاره د پاكستان لخوا د بشپړه مرستې د باور وړانديز وكړو او د دوه اړخيزه اقتصادي ٬ تجارتي او دفاعي اړيكو په وده ئې هم ټېنګار وكړو۔ مېكي سال خپل پلاوي سره د پي او اېف واه هم دوره وكړه۔ (م ع/ګ ل/2203)