فور جي لائسنس ترلاسه كوٶنكو كمپنيو 40 فيصده سيمو ته دا آسانۍ رسولي ۔ شېخ آفتاب احمد

فور جي لائسنس ترلاسه كوٶنكو كمپنيو 40 فيصده سيمو ته دا آسانۍ رسولي ۔ شېخ آفتاب احمد

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 07ستمبر 2016ء) سېنېټ ته وئيلي شوې دې فور جي لائسنس ترلاسه كوٶنكو كمپنيو 40 فيصده سيمو ته دا آسانۍ رسولې دي۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورې راحيله مګسي د پوښتنې په جواب كښې پارلماني وزير شيخ افتاب احمد ووئيل فور جي د توقع نه زيات كامياب شوے٬ 40 فيصده سيمو ته دا آساني رسولې شوي ٬ ده ووئېل د هېواد د 237 تحصيلونو مصرف كوٶنكو ته كمپنۍ د خدماتو وركولو پابند دي٬ ده ووئېل پي ټي اے د دې څارنه كوي او دا كمپنۍ د قواعدو له مخې خدمات وركوي كومې كمپنۍ چې د قواعدو پابندي نه كوي او كلي والو سيمو ته آسانۍ نه وركوي د ھغوي په ضد كاروائۍ كېدې شي۔