د پي آئي اے ٬ تباهۍ او د ذمه وارو چاره اړوندې كمېټۍ ته وليږلې شوه٬ اداره به د وړاندې غوندې د قدر وړ جوړولې شي ۔ شېخ آفتاب احمد

د پي آئي اے ٬ تباهۍ او د ذمه وارو چاره اړوندې كمېټۍ ته وليږلې شوه٬ اداره به د وړاندې غوندې د قدر وړ جوړولې شي ۔ شېخ آفتاب احمد

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 07ستمبر 2016ء) د سېنېټ غونډې په مهال د پي آئي اے تباهۍ او د دغې د ذمه وارو معامله اړوندې كمېټۍ ته ليږلې شوې ٬ اداره د وړاندې غوندې د قدر وړ جوړولو له حكومت ګڼ شمېر ګامونه پورته كوي۔د شورو په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د کرنل (ر) سید طاهر حسېن مشهدي د پوښتنې په ځواب كښې شېخ آفتاب احمد ووئيل د پي آئي اے چې به كومه الوتكه خرابه شوه هغه به په ځائ پرېښودې شوه او سامان به ئې نورو الوتكو ته ولګولې شو ٬دغسې 9 الوتكې بې كاره شوې دي۔

اداره كښې د ملازمانو شمېره ډېره زياته ده٬ بې روزګاري هم زياته ده او دې لپاره څوك نشو اخوا كولې۔ده ووئيل د حكومت ذمه وارۍ پغاړه اخستو نه پس مونږ د پي آئي اے بحالۍ له 16 اربه روپۍ وركړې۔ ده ووئيل په ډرائي ليز د الوتكو ترلاسه كولو نه پس د پي آئي اے د الوتكو شمېره 38 ته رسېدلې او د ادارې بحالۍ له ګڼ شمېر ګامونه پورته كولې شي ۔د يوې ضمني پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل تر جون كال 2016 د پي آئي اے په ذمه 177.41 اربه روپۍ پورې وې چې پكښې نان فلېټ قرض 160.055 اربه روپۍ او فلېټ لون 17.359 اربه روپۍ وي۔

ده ووئېل په اداره كښې چې كوم كسان په بډو اخستو كشې ككړ وو ھغوي اخوا كړې شوې۔ده ووئيل د پي آئي اے د تباهۍ ذمه واريو په ضد كمېټۍ كښې بحث پكار دے۔دغسې صدر نشین دا معامله اړوندې كمېټۍ ته ولېږله۔