په افغانستان كښې لس لكه ماشومان د خوراك كمي سره مخ دي۔ ملګري ملتونه

په افغانستان كښې لس لكه ماشومان د خوراك كمي سره مخ دي۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه(پاکستان نیوز پوائنٹ 07ستمبر 2016ء) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په افغانستان كښې لس لكه ماشومان د خوراك كمي سره مخ دي او له امله ئې د دوي په يو شمېر رنځورو كښې د اخته كېدو اندېښنه ده۔ د ملګرو ملتونو لخوا په جاري شوي يو راپور كښې وئيلي شوي دي چې د خوراك كمې د افغان ماشومانو خاموش قاتل دے۔ په دې راپور كښې وئيلي شوي دي چې په يو زر ماشومانو كښې 55 ماشومان د پنځو كلونو عمر ته د رسېدو نه وړاندې مړه كېږي او په دې 55 ماشومانو كښې 85 فيصده يو كال عمر نه وړاندې مړه كېږي۔

د المانې مېډيا له مخې د شخړو او نورو وجوهاتو په سبب د كډوالو په ماشومانو كښې د خوراك د كمي ستونزه لا زياته ده۔ دا ماشومان د نمونيا او د اسهال په شان ناروغيو سره مخ شي او مړه شي۔ په دې راپور كښې وئيلي شوي دي چې په افغانستان كښې 2.7 مليونه خلق د خوراك كمي سره مخ دي۔ په افغانستان كښې سږ كال 388 ماشومان د افغان ځواكونو او وسله والو په نښتو كښې مړه شوي دي.