د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره د آسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر ورنر ليپېك وليدل

وفاقي وزير ته د بانك بزنس پلان٬د مينځني آسيا سيمه ايزې اقتصادي مرستې٬ډيزاسټر منيجمنټ فنډ په جوړولو د پېشرفت او د راتلونكې غونډې نه خبر كړو

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره د آسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر ورنر ليپېك وليدل
وفاقي وزير ته د بانك بزنس پلان٬د مينځني آسيا سيمه ايزې اقتصادي مرستې٬ډيزاسټر منيجمنټ فنډ په جوړولو د پېشرفت او د راتلونكې غونډې نه خبر كړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06ستمبر 2016ء) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره د آسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر ورنر ليپېك د نهې په ورځ د خزانې وزارت كښې ليدلې دي ۔ده وفاقي وزير ته د بانك كنټري عملياتو بزنس پلان٬مينځني آسيا كښې د سيمه ايزې اقتصادي مرستې٬ډيزاسټر منيجمنټ فنډ په جوړولو د پېشرفت او د راتلونكې غونډې پھ حقله خبر كړو۔

ده ووئيل كنټري آپرېشن بزنس پلان به 2017 نه تر 2019 بشپړولې شي چې پكښې راروانو دريو كلونو لپاره اسانۍ بېلول او پائپ لائن پروژې شاملې دي۔د پروژې لپاره بېلې كړی شوو روپو حجم 5 اربه 91 لكه ډالره دے۔په دې پروژه كښې د توان٬ټرانسپورټ٬ډيزاسټر منيجمنټ٬واټر اينډ آربن سروسز٬كركيله او د انفراسټركچر فنانسنګ څانګې شاملې دي۔پروژې څخه به وفاق٬صوبې٬آزاد جمو كشمير٬فاټا او ګلګت بلتستان ته ګټه ورسي۔

په دې لړ كښې به د سي اے آرز اي سي هېوادونو استازو او همكارانو غونډه اكتوبر 2016 اسلام آباد كښې كېږي۔په دې موقع د خزانې وفاقي وزير ته نېشنل ډيزاسټر رسك منيجمنټ فنډ په اړه بريفنګ وركړې شو۔د خزانې وزير د آسيائي پرمختيائي بانك د پاكستان پرمختيائي پارټنر په حېث كردار وستائېلو او په وړاندې كړې شوو پروژو يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔د آسيائي پرمختيائي بانك او خزانې وزارت نور چارواكي هم پھ دې مهال موجود وو.