يو بل ته كنځلې كوونكي د مسلم ليګ(ن)په ضد يوځاې شوي٬د مال روډ اولسي غونډې مخالفينو ته خپل اوقات ښودلي٬د نوي پاكستان جوړونكي دې اووائي چې هغوي اولس له څه وركړل٬ملازمانو له به د كورونو وركولو لپاره سكيم معارفي كوو۔د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف هري پور كښې اولسي غونډې ته خطاب

يو بل ته كنځلې كوونكي د مسلم ليګ(ن)په ضد يوځاې شوي٬د مال روډ اولسي غونډې مخالفينو ته خپل اوقات ښودلي٬د نوي پاكستان جوړونكي دې اووائي چې هغوي اولس له څه وركړل٬ملازمانو له به د كورونو وركولو لپاره سكيم معارفي كوو۔د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف هري پور كښې اولسي  غونډې ته خطاب

هري پور (پاکستان نیوزپوائنٹ20جنوری2018ء) پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي يو بل ته كنځلې كوونكي د مسلم ليګ(ن)په ضد يوځاې شوي٬د مال روډ اولسي غونډې مخالفينو ته خپل اوقات ښودلي٬د نوي پاكستان جوړونكي دې اووائي چې دوي څومره روغتونونه او پوهنتونونه جوړ كړي٬په خېبرپښتونخوا كښې د برېښنا لويې پروژې پیل كونكې ادعاګانې څه شوې۔ده د خالي په ورځ هري پور كښې اولسي غونډې ته خطاب كولو۔

غوڼډې ته مريم نواز هم خطاب وكړو۔په دې مهال وفاقي وزير سردار محمد يوسف٬د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي٬سناتور پروېز رشيد٬سناتور ډاكټر آصف كرماني٬د وزيراعظم صلاحكار سردار مهتاب احمد خان٬د قامي اسمبلۍ غړي بابر نواز خان٬امير مقام او پير صابر شاه هم موجود وو۔پخواني وزيراعظم اولسي غونډې ته ووئيل د اولس سره چې كومې هم وعدې وكړو هغه ترسره كوو۔

ما د اولس په امانت كښې هېڅ حيانت نه دې كړې٬په 2018 كښې به ټول ټاكنو كښې اولس د دوي د نااهلۍ پريكړه بېرته واخلي۔مونږ به كور نه لرونكو خلكو له كورونه وركوو۔ده ووئيل د نوي پاكستان جوړونكي هېڅ هم نه لري او د نوي پاكستان جوړونكو اوقات تاسو درې ورځې مخكښې وليدل۔ده ووئيل وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ما له د هزارې موټروې پروژې پرانستې بلنه راكړې وه زما هم دا خوښه وه چې د هزاره موټروے پروژې پرانسته وكړم خو زه ايسار كړی شوم۔

ده ووئيل ملازمانو له د كورونو وركولو لپاره سكيم معارفي كوو٬ او په 2018 ټول ټاكنو كښې زه د مسلم ليګ(ن)كاميابي وينم۔ده ووئيل پارلمان ته كنځلې كوونكي پخپله د پارلمان نه تنخا او آسانۍ اخلي او د پارلمان برخه دي۔نواز شريف د هري پور اولس ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هري پور اولس د مومن كوټ جلسې له ماتې وركړې او ما د دې نه وړاندې دومره لويې مخلوق كله نه و ليدلې۔ده ووئيل اولس دې د عمران خان نه پوښتنه وكړي چې هغه په صوبه كښې څه بدلون راوستې۔د سونامي اونو نالولو پروژه چرته ده۔نواز شريف ووئيل زما مخالفت كول د مخالفينو تګلار او منشور دې۔د ادارو تذليل كوونكي او زندان ته د لېږلو دړكې كونكي به خپله زندان ته لاړ شي۔