د فېصل آباد هوائي مېدان نړيوال ټرمينل جوړول د اوسني حكومت يو مهم اقدام دې٬د بهر هېوادونو څخه د راتلونكو مسافرو ځاې به 400 او د هېواد دننه مسافرو ځاې به تر 200 زيات شي٬په اونۍ كښې د راتلونكو 118 فلائيټونو شمېره به يو په دوه زياته شي۔د سيالكوټ په ډول فېصل آباد كښې به هم انډسټريل سېكټر د اړخه د پرائيوټ هوائي مېدان جوړولو لپاره به هر ممكنه آسانۍ وركولې شي۔د مسلم ليګ(ن)حكومت د تشو نعرو او د دروغو وعدو په ځاې د اولس خېرښېګړې له عملي ګامونه پورته كوي٬د توان كمې لرې كولو لپاره د برېښنا او د ګاز پشمول د رېلوے او نورو څانګو لوې لوې پروژې په بېړنو بنيادونو بشپړولې شي۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د يو نيم ارب روپو په لګښت د بشپړ شوي فېصل آباد نړيوال هوائي مېدان د پراختيا منصوبې د پرانستې دستورې ته خطاب

فېصل آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ20جنوری2018ء) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې حكومت صنعت كارو٬تاجرانو٬كاروباري كسانو او نورو وګړو له د اعلٰی معيار آسانۍ وركولو له هر وخت هڅې كوي او د قامونو ترمينځه فاصلې لرې كولو له د هوائي مېدانونو د كار استعداد پراخا كولو له په زره پورې ګامونه پورته كوي٬د يو نيم ارب روپو په لګښت د ټاكلې مودې نه وړاندې بشپړېدونكې د فېصل آباد هوائي مېدان نړيوال ټرمينل پروژه هم د دغې لړۍ يوه كړۍ ده چې ورسره به هره ورځ د بهر هېواد مسافرو شمېره 200 نه زياته شي دغسې دلته به د اميګرېشن د سمندر پورې پاكستانيانو٬كاروباري كسانو٬بزرګانو وګړو او د كورنيو لپاره هر ممكنه آسانۍ موجود وي۔

ده د خالي په ورځ د فېصل آباد نړيوال هوائي مېدان د پراختيا منصوبه بشپړېدو نه پس د پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔د دې سره د هوائي مېدان د عمارت زمكه د 36 زره نه تر 73 زره ګير چاپیره فټ ته رسېدلې ده۔پھ دې مهال د وزيراعظم د هوا بازۍ صلاحكار سردار مهتاب عباسي٬د پاكستان سول ايوي اېشن اتهارټي سېكټري٬غلام رسول ساحي٬وفاقي وزيره سائره افضل تارړ٬د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل خان٬د ټېكسټائل دوهم وزير حاجي محمد اكرم انصاري٬د توان دوهم وزير عابد شېرعلي٬اېم اېن اے چوهدري شهباز بابر٬اېم اېن اے ميا فاروق٬اېم پي اے نجمه افضل٬اېم پي اے ميا طاهر جميل او د سول ايوي اېشن چارواكو او د قامي فضائي كمپڼۍ چارواكو پشمول كاروباري او نورو مهمو شخصياتو ګډون كولو۔