د پاكستان۔ فلپائن دوه اړخيزه پالېسي مشاورت پنځم پړاود مشاورتي غونډې په مهال د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو ته بيا كتنې٬امنيت٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬اقتصادي پرمختګ٬تجارت٬تعليم او د سائنس او ټېكنالوجي كركيلې په څانګو كښې د مرستې امكانات او موقعې په ګوته كړی شوې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ18جنوری2018ء) د پاكستان۔ فلپائن دوه اړخيزه پالېسي مشاورت پنځم پړاو د زيارت په ورځ وشو۔خارجه سېكترې تخمينه جنجوعه د پاكستاني پلاوي او د فلپائن د خارجه چارو څانګې دوهم وزير انريك اے منالو د خپل پلاوي مشري وكړه۔د خارجه دفتر وياند ترمخه د مشاورتي غونډې په مهال د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو ته بيا كتنه او د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬اقتصادي پرمختګ٬تجارت٬تعليم او د سائنس او ټېكنالوجي كركيلې په څانګو كښې لا د مرستې امكانات او موقعې په ګوته كړې شوې۔

دواړو اړخونو د ملګرو ملتونو او ګڼ اړخيزه فورمز په كچه په روانه مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔خارجه سېكترې تخمينه جنجوعه د فلپائن پلاوې افغانستان كښې د امن او سلامتيا ودې له د پاكستاني هڅو٬د پاك هند اړيكو٬مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو او د سي پیك پھ اړه خبر كړه۔فلپائني پلاوي پاكستان ته فلپائن كښې د امنيت صورتحال اړه او په پېسپك ريجن كښې د سيمه ايز صورتحال په اړه بريفېنګ وركړو۔ فلپائن د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كردار او قربانو ستائنه وكړه۔