د سينيګال اولس مشر ميكي سال په درناوې كښې۔

وزيراعظم هاؤس كښې د استقباليې دستوره وزيراعظم محمد نواز شريف وزيراعظم هاؤس ته په رسېدو پھ مركزي دروازه د هغه هركلے وكړود وسله والولو ځواكونو يوې چټك ډلې اولس مشر ته سلامي وركړه او هغه ته يې ګارډ آف آنر وړاندې كړو

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 06ستمبر 2016ء) د سينيګال اولس مشر ميكي سال په درناوې كښې د نهې پھ ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د استقباليې دستوره وشوه ۔ وزيراعظم محمد نواز شريف وزيراعظم هاؤس ته په رسېدو پھ مركزي دروازه د هغه هركلے وكړو۔ په دې موقع د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې اولس مشر ته سلامي وركړه او هغه ته يې ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔په دې مهال د پاكستان او سينيګال قامي سردونه وغږولې شو۔

د سينيګال اولس مشر د ګارډ آف آنر څارنه وكړه۔د دې څخه وروستو وزيراعظم هغه سره د خپلې كابينې غړي معرفي كړه او دغسې د سينيګال اولس مشر هم د وزيراعظم سره خپل پلاوې معرفي كړو۔د دې نه وړاندې د سينيګال اولس مشر چې كله په سركاري دوره پاكستان ته راورسېدو نو وزيراعظم محمد نواز شريف په نورخان هوائي مېدان د هغه هركلے وكړو او دوو ماشومانو ورته د ګلونو ډالۍ وركړې۔د سينيګال اولس مشر به د پاكستان دورې پھ مهال د پاكستان او سينيګال ترمينځه د اړيكو نوې امكاناتو لټولو له خبرې كوي۔دې به په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو له د مفاهمت په يادښت لاس ليك هم كوي۔د وزيراعظم خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز هم د سينيګال اولس مشر هركلي له پھ هوائي مېدان موجود وو.