د هند دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوبللې شود هندي ځواك لخوا د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ او د كوټلي په ذيلي سېكټر جندروټ كښې د بې درېغه ډزو غندنه

د هند دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوبللې شود هندي ځواك لخوا د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ او د كوټلي په ذيلي سېكټر جندروټ كښې د بې درېغه ډزو غندنه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ15جنوری2018ء) پاکستان د ګل په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر جي پي سنګه خارجه دفتر ته رابللو سره د هندي ځواك لخوا د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ او د كوټلي په ذيلي سېكټر جندروټ كښې د بې درېغه ډزو غندنه كړې د كومو په نتيجه كښې چې څلور پاكستاني عسكر شهيد او نور پنځه ژوبل شوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كال 2018 په پنځلس ورځو كښې هندي پوځ په لائن آف كنټرول او وركنګ باٶنډري د سل ځله نه زياتې د ډز بندۍ خلاف ورزۍ كړې دي او دې څخه هند ته څو ځله د ډډې كولو وئيلې شوي۔

د هند لخوا د ډز بندۍ د خلاف ورزيو دا لړۍ د كال 2017 نه پرله پسې زياتېږي او هندي ځواكونو د ډز بندۍ د 1900 نه زياتې خلاف ورزۍ كړې دي۔ په جاري شوي بيان كښې د هندي پوځ لخواً آبادۍ او د بيا رغونو سيمو كښې بوخت عسكر په نښه كول د غندنې وړ ٬ د انساني وقار په ضد ٬او د نړيوالو بشري حقونو او قوانينو خلاف ورزي ده۔ د هند لخوا د ډز بندۍ خلاف ورزۍ سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر دي او دا د كوم تزويراتي غلط فهمۍ نتيجه كېدې شي۔

د سوئيلي آسيا او سارك ډائرېكټر جنرل ډاکټر محمد فېصل په هند زور رواړو چې ھغه دې د كال 2003 د جنګ بندۍ د انتظام احترام وكړي٬ د ډز بندۍ دې اوسنې پېښو او د نورو پېښو دې پلټنې وكړي۔ ده په هند زور رواړو چې ھغه دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د ملګرو ملتونو هند او پاكستان په لړ كښې پوځي مبصر ګروپ ته د خپل كردار لوبولو اجازه وركړي۔