د خېبرپښتونخوا ګورنر په فاټا كښې د اعلٰی عدالت دائره اختيار زياتولو د بل په منظورۍ اولس ته مباركي وركړه

د خېبرپښتونخوا ګورنر په فاټا كښې د اعلٰی عدالت دائره اختيار زياتولو د بل په منظورۍ اولس ته مباركي وركړه

پیښور (پاکستان نیوزپوائنٹ12جنوری2018ء) د خېبرپښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظفر جهګړا د قامي اسمبلۍ څخه د سپريم كورټ او پیښور هائي كورټ دائره اختيار زياتولو د بل په منظورۍ د فاټا اولس ته مباركي وركولو سره ووئيل چې د دې قانون سازۍ په نتيجه كښې به د فاټا اولس او ټول قانوني حقوق ترلاسه شي كوم چې د هېواد نورو ټولو وګړو ته ترلاسه دي۔ګورنر د قامي اسمبلۍ څخه د دې بل د رايو كثرت سره په منظورۍ ډ تولو سياسي ګوندونو هم مننه وكړه او وې وئېل چې د مسلم ليګ(ن) اوسني حكومت په فاټا كښې د اصلاحاتو بېړا په سر اخستې دې او انشاﺀ الله د فاټا اولس خواهشاتو له مخې به فاټا پھ خېبرپښتونخوا كښې ضم كول به ډېر زر ممكن شي۔